هرات ښار (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ٩٩): وحیدالله چې یوه میاشت مخکې په هرات کې پر کرونا ناروغۍ اخته شوى و، اوس روغ شوى او خپل کور ته ستون شوى دى.
د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، چې یاد کس درې ځله معاینه شوی چې لومړى ځل یې مثبت او دوه ځلې نوره معاینه یې منفي وه.
په کرونا ناروغې اخته شوی کس وحید الله وایي،چې له ایران (قم) ښار څخه تر راګرځېدو وروسته په دغه ناروغې اخته شوې وه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ۲۵ ورځې د هرات د حوزوي روغتون په ایزولیشن برخه کې قرنطین و.
وحیدالله وایي، چې اوس مهال روغ دی او د خپلې روغتیا لامل قرنطین او د ډاکټرانو لارښوونه ته پام کول بولې.
هغه له خلکو و غوښتل چې د قرنطین څخه ونه ویریږي ، د کرونا پر وړاندې قوي واوسي، او د ډاکتر لارښوونو ته پام وکړي.
اوس مهال د هرات ولایت په شیدایی سېمه کې ۱۵ په کرونا اخته کسان ددغې ناروغې په روغتایې مرکز کې بستر دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې نن د دوو تازه ثبت شوو پیښو سره ددغې ناروغې د مثبتو پیښو شمېر ۲۴ تنو ته ورسید.
د خپرو شوو راپورنو له مخې، له ټولو۲۴ پېښو څخه ۱۵ په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او يوه، یوه په کاپيسا، بادغیس، بلخ او دایکندي کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ، تر اوسه له ټول هېواده د کرونا ۳۹۰ مشکوکې پېښې په مرکزي لابراتوارونو کې معاینه شوې چې ۲۴ یې مثبتې او ۳۶۶ یې منفي ثابتې شوي دي.
د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٤٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې څه دپاسه نهه زره کسان مړه شوي او ٢٢٠ زره نور کسان پرې اخته شوي چې ډېر یې بیرته روغ شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې يواځې په چين او ايټاليا کې څه باندې اوه زره کسان مړه او تر ١٢٠ زره زيات پرې اخته شوي خو تر ٨٠ زرو زيات کسان بېرته روغ شوي دي.
د افغانستان حکومت ددغې ناروغې د مخنیوي په موخه تر یوې میاشتي تعلیمي او تحصیلي بنسټونه او ورزشي لوبې لغو کړي دي او همدارنګه ولسمشر هم فرمان ورکړي چې د نوروز جشن د نه لمانځل کیږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










