ژبه

په افغانستان کې د ناټو يو نيم زر سرتېري او قراردادي مامورين قرنطين شوي

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ٩٩) : د کرونا ويروس د مخنيوي او وقايوي اقداماتو له مخې افغانستان ته د امريکايي ځواکونو او قرارداديانو پر راتګ بندېز لګول شوى دى.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر تېره ورځ په يوه بيان کې ويلي چې د کووید ۱۹ یا کورونا ویروس د مخنیوي په مقصد د اقداماتو په ترڅ کې افغانستان ته د امریکایي سرتېرو د استولو په بهیر کې ځنډ راغلى دى.

هغه زياته کړې، د هغو پوځیانو د خدمت موده به تمدید شي چې په افغانستان کې دي.

جنرال مېلر ويلي ، شاوخوا یو نیم زر سرتېري او ملکي مامورین چې په دې وروستیو کې افغانستان ته رسېدلي، د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره قرنطین کېږي.

دا اعلان داسې مهال کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له مخې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو لړۍ پیل شوې ده.

جنرال مېلر لیکلي دي چې د امریکا پوځ د هغو سرتېرو د معاینې لپاره چې افغانستان ته لېږل کېږي یو لړ مراحل پیل کړي او شاوخوا یو نیم زر سرتېری او ملکي پرسونل چې تېره اوونۍ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته لېږل شوي، اوس مهال په ځانګړو مرکزونو کې دېره دي.

د هغه په وینا، ډېری دا سرتېري یا نوي استخدام شوي کسان دي او یا هغوی چې له رخصتیو راستنېږي.

مېلر وايي، دا کسان په کرونا ویروس نه دي اخته شوي بلکې د خورا زیات احتیاط په خاطر قرنطین شوي دي.

له دې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي و، چې د کرونا ویروس د خپراوي له اندېښنو سره سره، ناټو په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د پوځي ماموریتونو پرمخ بیولو ته چمتو ده.

جينز سټولټنبرګ چې پرون يې د ناټو په مقر کې خبري غونډې ته وينا کوله، ډاډ ورکړ چې تر دې دمه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت هېڅ یو سرتېری هم په کرونا ویروس نه دی اخته شوی او ټینګار یې وکړ چې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو پلان به د دوحې د موافقې له مخې پرمخ ولاړ شي.

login or register a new account.