منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل پنځلسمې حوزې امنیتي منسوبینو ته د کرونا مخنیوي لپاره وسایل ورکړل شول

· ۴ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲ وری ۹۹): "د مدني ټولنو اجماع" د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د کابل ښار د امنیتي ادارو د درمل پاشلو، محافظتي وسايلو او عامه پوهاوي پاڼو د وېش په دوام، نن د کابل ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې منسوبينو ته ماسکونه، دسکش او د عامه پوهاوې پاڼې ووېشل.

له دې مخکې د يادې اجماع چارواکو تېره اوونۍ د کابل ښار يوولسمه امنيتي حوزې اړوند کسانو ته يادو توکي ورکړل، د حوزې خونې او پر موټرو يې درمل پاشلي او ټاکل شوې چې د کابل ښار ټولې حوزې تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، تر اوسه د کرونا ويروس ۴۴۹ شکمنې پېښې له هېواد له ۲۸ ولايتونو  د دغه وزارت مرکزي لابراتوارونو ته رسېدلې چې له يادو شکمنو پېښو ۴۱۳ يې منفي، ۲۴ يې مثبتې او پر ۱۲ نورو شکمنو پېښو څېړنې روانې دي.

سرچينه زیاتوي، له ټولو ۲۴ پېښو ۱۵ په هرات، درې په سمنګان، دوه په لوګر او يوه، يوه په کاپيسا، بادغيس، بلخ او دايکنډي کې ثبت شوې دي.

د کرونا ويروس د مخينوي په موخه نن په کابل ښار د پنځلسمې امنيتې حوزې منسوبينو او پوليسو د پوهاوي  لوړولو او ممکنه مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي پاڼې، ماسکونه، دستکش ورکړل شول او دې حوزې په خونو او موټرو د ويروس ضد درمل وپاشل شول.

د مدني ټولنو د اجماع مشريما  آرين د ياد توکيو د وېش پر مهال وويل چې يو شمېر مدني ټولنو د اريانا شفا خصوصي روغتون سره په ګډه د کابل ښار امنيتي حوزو ټولو منسوبينو ته د ماسکونه، دستکش او د عامه پوهاوي پاڼو د وېش لړۍ پيل کړي ده.

دی وايي: "تېره اوونۍ مو دغه کمپاين له يوولسمې امنيتي حوزې پيل او په پام کې لرو چې د کابل ښار ټولو امنيتي حوزو ته دغه توکي ورسوو او د حوزو ودانى او موټر يې درمل پاشي کړو."

د ده په وينا، دوی ځکه له امنيتي ادارو دغه کمپاين پيل کړ چې پوليس په ښار کې له ډېرو کسانو سره په اړيکو کې کېږي، تر څو دغو کسانو تر هر چا ډېره پاملرنه وشي او پوليس وکولای شي په ښه ډول د خلکو امنيت خوندي کړي.

د پنځلمسې امنيتي حوزې امر سمونيار عبدالوحيد نبرد يادې اجماع دغه کار وستايه او پر نورو مدني بنسټونو او سوداګرو يې غږ وکړي چې په دې برخه کې د نورو هېوادوالو تر څنګ پوليسو ته هم پاملرنه وکړي.

دی وايي، له دې سره چې د کورنيو چارو وزارت د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه جدي تدابير نيولي خو زياتوي، دا چې پوليس په ټولنه کې له بېلابېلو کسانو سره په اړيکه کې بايد ډېره پاملرنه ورته وشي.

د عامه پوهاوي په هغه پاڼه کې چې ياد  اجماع پر پوليسو وويشلې، په کې راغلي:

  • د کرونا ويروس له سالم پوستکي نه تېږېرېږي او که څوک دستکش نه لري، نو اندېښنه مه کوئ، خو خولې او پزې ته د هغو له مينځلو مخکې لاس مه ور وړئ او لاسونه مو په ورځ کې بيا بيا په ګرمو اوبو او صابون ووينځئ.
  • د کرونا ويروس پر ټوکر له ۶ تر ۱۲ ساعتونو، پر اوسپنه له ۱۲ تر شلو ساعتونو او پر فولادو تر شلو ورځو ژوندی پاتې کېدای شي.
  • د کرونا ويروس د حرارت درجې تر ۳۰ سانتي ګريد پورې له منځه ځي، نو غوره ده چې توکي په ګرمو اوبو او د وينځلو په توکيو (صابون او نورو) ووينځئ او جامې لمر ته وچې کړئ.
  • په ګرمو اوبو حمام کوئ، پزه هم په ګرمو اوبو ومينځئ، له سړو خوړو ډډه وکړئ او ستونی به ګرمو اوبو ووينځئ.
  • که ګرمو اوبو او چای ته لاسرسی نه لرۍ، نو ژاولې وژووئ تر څو حلق مو مرطوب او ووينځل شي.
  • د هستونګې ځای بايد هوا بدله شي، د ورځې په اوږدو کې څو ځله خپله ساه له ۱۰ تر ۱۵ ثانيو بنده کړئ او بيا تنفس وکړئ که ټوخی يا ساه لنډۍ درته پيدا شوه نو خامخا ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
  • که له کوره بهر ووځئ نو بايد له مقابل کس لږ تر لږه يو نيم متر واټن ولري، دا ويروس وزن دروند دی او پر ځمکه لوېږي، نو بوټ خونې ته مه دننه کوئ او دا چې دغه ويروس د حجم څرنګوالي ته په پام، هر ډول ماسک، دستمال او ټوکر چې لوند نه وي؛ د دغه ويروس مخه نيولای شي.
غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا