ژبه

حکومت: د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر ځينې بنديان خوشې کېږي

کابل (پژواک ٣ ورى ٩٩): حکومت وايي، د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر د احتیاطي تدابيرو په موخه یو شمېر محبوسین او توقیف شوي، خوشې کېږي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري ریاست مرستیالانو، د هېواد قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس او لوی څارنوال په ګډون د ازادۍ د سلب په محلونو کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر د احتیاطي تدابیرو په موخه د کابینې د پرونۍ غونډې د پرېکړې په تعقیب، غونډه جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، په دغې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د زندانونو چارو د تنظیم لوی رئیس هم حضور درلود، د هغو محبوسینواو  توقیف شویو د خلاصون په اړه چې اړوندې دوسیې یې برخلیک ټاکونکي شوي نه دي، بحث او خبرې وشوې.

سرچينه کاږي، غونډې پرېکړه وکړه چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې دې د زندانونو چارو د تنظیم اداره او د عدلي او قضایي ارګانونو مسوولین د يادو شویو محبوسینو او توقیف شویو د خلاصون لپاره یوه مشخصه طرحه ترتیب کړي، ترڅو وتوانېږو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښونو مطابق د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه، د ازادۍ د سلب په محلونو کې لازم تدابیر ونیسو.

د کرونا ويروس خپرېدل ورځ تر بلې په هېواد کې په ډېرېدو ده. د ‌عامې روغتيا وزير نن اعلان وکړ چې د لسو تازه پېښو په ثبتېدو په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد.

له بلې خوا د افغانستان په کچه په لومړي ځل په بلخ ولايت کې پر دې ناروغۍ اخته شخص مړ شو.

login or register a new account.