اسعد اباد (پژواک، ٣ ورى ٩٩): د کونړ والي وايي چې د تېر ١٣٩٨ لمريز کال پر مهال په دغه ولايت کې د څلور ميليارده او ٥٦ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې پروژې پلې شوې دي.
والي عبدالستار ميرزکوال د وري په ٣مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د دغه ولايت ټول ١٦ اداري واحدونه د دولت تر کنټرول لاندې دي.
نوموړي زياته کړه چې په ټولو ولسوالیو کې حکومتولي فعاله ده، عدلي او قضايي ادارې په کې هم فعالې دي.
د ميرزکوال په وينا، په کونړ کې امنیت تامین دی، د بیارغونې او پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره ده.
هغه وايي چې په ټول کونړ ولایت کې هيڅ پروژه له هيڅ ډول ګواښ سره نه ده مخ او په ټولو ولسوالیو کې په انډوليزه توګه د بيارغونې کارونه پرمخ روان دي.
والي وويل، په کونړ کې په تېر ۱۳۹۸ لمریز کال کې د څلور (۴) میلیارده او ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۰۲ پروژې پلې شوې دي.
ميرزکوال زياتوي چې په دغو پروژوکې د ۱۰۲ یې چارې بشپړې شوې اوګټې اخيستنې ته سپارل شوې او د نورو چارې روانې دي.
د هغه په وينا، تېر لمریز کال کې د پنځه زره داخلي بې ځایه شوو، د طبيعي او غیر طبيعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د کډوالو او د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاستونو په چوکاټ کې د دولتي ادارو او مرستندویه موسسو په همکارۍ ۹۰ میلیونه افغانیو نغدي او (۱۰۱۷) میټریک ټنه خوراکي توکو مرستې رسولې دي.
د کونړ والي د امنيت په تړاو وايي چې ټولې لويې لارې شپه ورځ د ترافیکو پر مخ پرانيستې دي او په تېرو نولسو کلونو کې تر اوسه يوه ولسوالۍ هم د يو ساعت لپاره د وسله والو لاس ته نه ده لوېدلې.
نوموړي زیاته کړه، د کونړ ولایت ټول ولسونه له دولت سره په بشپړه توګه همکار دي او د اړتیا پر مهال له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د خپلې خاورې او خلکونه ساتنې ته چمتو دي او عملاً يې چمتووالی ښودلی دی.
والي وايي، په ۱۳۹۸ لمریزکال کې په کونړ ولایت کې د داعش وسله واله ډله ماته شوه، د مشرانو په ګډون يې زیاته اندازه ووژل شول او پاتې نور يې له کورنیو او وسلو سره دولت ته تسلیم شول.
هغه د معارف په اړه وویل، په کونړ ولایت کې ۵۰۹ بابه ښوونځي شتون لري چې د ټولو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانيستې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









