کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د سياسي او سليقوي ملاحظاتو له امله هرات ولايت تر اوسه نه دى قرنطين شوى چې دغه کار به ښه پايله ونه لري.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د وري په څلورمه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل که څه هم د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه هرات ولایت بايد قرنطین شي خو د ځينو سیاسي او سلیقو ملاحظاتو له امله تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
ده وویل، که څه هم پرون د عامې روغتیا وزیر په جدی توګه له حکومته وغوښتل چې هرات ولایت بايد قرنطین او د ورځې له مخې په ګرځېدو بندیز ولګول شي خو دغې چارې ته هېڅ پام نه دی شوی.
دی وايي چې ورځ تر بلې په هرات ولایت کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ډېرېږي نو باید د عامې روغتیا وزارت لارښوونو او سپارښتنو ته جدي پاملرنه وشي.
ده وویل: ((هیله مو دا ده چې ژر تر ژره دغه کار وشي خو هغه خبرونه چې موږ اورېدلي متاسفانه ځیني مشران نه غواړي چې هرات ولايت قرنطين شي.))
مایار وايي چې د کرونا د مخنيوي په برخه کې خلک هم باید د عامې روغتیا له وزارت سره پوره همکاري وکړي ترڅو دغه پديده له هېواد څخه محوه شي.
هغه زیاتوي چې د بندیانو لپاره هم په پلچرخي، بګرام، هرات او د کندهار ولایت په زندانونو کې سل بستره په پام کې نیول شوي دي.
بايد و ويل شي چې په ټول هېواد کې تر اوسه د کرونا څه باندې شپږ سوه شکمنې پېښې ثبت شوې چې ٤٠ يې مثبتې دي.
په افغانستان کې هم د کرونا ناورغۍ له امله د مړينې لومړۍ پېښه ثبت شوې خو په هرات ولایت کې یو کس بيا بېرته روغ شوی دی.
د یادونې ده، تر اوسه د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۹۲ هېوادونو کې د کرونا ناورغي خپره شوې چې له امله یې څه باندې ۱۳زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










