منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرونا د مخنیوي په موخه د اروزګان له زندانه ۲۹ جنایي بندیان ازاد شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

ترینکوټ (پژواک، ۴ وری ۹۹): د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د اروزګان ولایت له زندانه ۲۹ بندیان ازاد شول.

ځایي دولتي مسوولین وایي، ولسمشر دغه فرمان په هېواد کې د کرونا ویروس د مخینوي او د خلکو د خوندیتوب لپاره صادر کړی و چې په ۲۴ ساعتونو کې د تطبیق وړ و.

د اروزګان د والي ویاند زړګي عبادي د وري په ۴مه پژواک ته وویل، دغه  ۲۹ بندیان چې ټولو یې جنایي جرمي دوسیې درلودې، نن ازاد شول او د پاتې لسو نورو بندیانو د بند موده کې کموالی راغلی دی.

عبادي وایې، په خوشي شوو زندانیانو کې ۲۵ یې سړي، څلور ماشومان او یوه هم ښځه دي چې ټول یې پر جنایي جرمنو زندانی شوي وو.

خوشي شوي زندانیان خوښ دي چې د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې نن خپلو کورنیو ته ستنېږي.

دوی کې چې یو شمېر ماشومان او یوه هم ښځینه ده وایي، له دې وروسته به بیا ځلې داسې کړنې ترسره نه کړي چې له امله یې تر زندانه پورې ورسېږي.

اته ویشت کلن زنداني میراجان چې د قتل په تور تر زندانه رسېدلی او نن خوشی شو،  پژواک ته وویل پر خپلو کړونو یې پښېماني کړې او له دې وروسته به په ټولنه کې عادي ژوند کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا