منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د کرونا د مخنيوي په اړه د پوهاوي کمپاين ترسره شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يو شمېر روغتيا پالانو پر خلکو د بروشرونو په وېشلو د کرونا ويروس د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره کړ.

دوی اندېښنه درلوده چې په جلال اباد ښار کې د کرونا پر وړاندې د خلکو بې پروايي اندېښمنوونکې ده او ښايي دلته د يو ناورين رامنځته کېدو سبب شي.

دغه روغتيا پالان د وري په ۴مه د جلال اباد ښار مختلفو سيمو کې وګرځېدل او خلک يې وهڅول چې د کرونا مخنيوي په خاطر تدابير جدي کړي.

د افغانستان د ځوانو ډاکترانو ټولنې د ننګرهار مسوول ډاکټر جعفر بهسودوال وويل، د دغه کمپاين موخه يې خلکو ته د کرونا پر وړاندې د عامه پوهاوي ورکړه ده.

دی وايي، اوس يې د اقتصادي ستونزو له امله يوازې بروشرونه چاپ کړي او خلکو ته يې د کرونا لارښوونې په کې ليکلي خو که امکانات يې پيدا کړل راتلونکي کې به خلکو ته وړيا ماسکونه، صابون او نور وسايل هم ووېشي.

د کمپاين بل ګډونوال ډاکټر عبدالرقيب عليزي وويل چې کمپاين يې د خلکو له خوا له تود هرکلي سره مخ شوی او ډېرو خلکو خو ترې په خپله د بروشرونو اخیستو غوښتنه کړې ده.

خو د دې ټولنې بل غړی ډاکټر جليل اندېښنه لري چې جلال اباد ښاريان د کرونا ويروس پر وړاندې ډېر بې غوره دي چې دا چاره دلته د يو ناورين رامنځته کېدو سبب ګرځېدلی شي.

هغه پر خلکو غږ وکړ چې کرونا ويروس جدي ونيسي او ځان ساتنه وکړي.

د جلال اباد ښاريانو هم دا ډول کمپاينونه د کرونا مخنيوي لپاره ګټور ياد کړل او له خلکو يې هم وغوښتل چې حفظ الصحې ته پوره پاملرنه وکړي.

سپين ږيري خان محمد چې د جلال اباد ښار مخابراتو څلورلارې کې يې له دغو رضاکارانو د کرونا پر وړاندې د عامه پوهاوي بروشر ترلاسه کړ، له پژواک سره خبرو کې وويل چې په بروشر کې ډېر ګټور معلومات دي او بايد ټول ښاريان ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ مسلمانان يو، په عقيده برابر يو، خو کله چې کوم کس ناروغ وي نو د ډاکتر د هدايت پر اساس فرضي روژه هم نه نيسي، اوس هم د ډاکترانو هدايت دی چې ځانونه وساتو، له خلکو مې غوښتنه دا ده چې د خپلو ځانونو، کورنۍ او هيوادوالو صحت ته پاملرنه وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ننګرهار ولايتي ادارې پرېکړه کړې چې دغه ولايت کې به د ناکامورا د پارک، امير شهيد او سراج العمارت بڼونه او د کامې ولسوالۍ د شيريخ پلورنځي د کرونا د مخنيوي په خاطر سر له نن څخه تړل کېږي.

د کرونا ناروغي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې په چین کې خپره شوه، تر اوسه د نړۍ په ۱۶۰ هېوادونو کې شاوخوا ۳۴۰زره کسان پرې اخته او ۱۴زره نور مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم له دې ناروغۍ یو کس مړ او ۴۰ تنه پرې اخته شوي چې ډېری یې په هرات ولایت کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا