کابل (پژواک، ۴ وری، ۹۹): ولسمشر غني له دیني عالمانو سره په کتنه کې وویل، طالبان دې د کرونا د مخنیوي په موخه د علماوو وړاندیز ومني او اوربند دې وکړي؛ ځکه چې د جګړې دوام له کرونا سره مبارزه ستونزمنه کوي.
دیني عالمانو تېره ورځ کابل کې د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه غونډه وکړه، او د نورو سپارښتنو تر څنګ یې وویل چې حکومت او طالبان دې له کرونا ویروس سره د مبارزې ګډ کمیسیون جوړ کړي او له سیاسي او نظامي ملاحظاتو پرته ټولو هیوادوالو ته خدمت وکړي.
دغه راز په دې اړه د دیني عالمانو په پرېکړه لیک راغلي چې خلک باید د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت لارښونې پلي کړي او هغه څوک چې د کرونا له نښو یوه هم ولري، جومات ته دې نه ځي
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له یو شمېر عالمانو او خطیبانو سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل او دیني عالمانو د تېرې ورځ ناستې د پرېکړه لیک په اړه معلومات ورکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرمحمد اشرف غني، د علماوو د پرېکړه لیک هر کلی کړی او وېېلی یې دي چې ممکن د ټولنې د انسجام لپاره نورو فتواوو ته هم اړتیا وي.
غني وېیلي: "خدای تعالی او دیني لارښوونو ته رجوع، مهم اصل او اساس دی او موږ باید په خپلو تمدني اساساتو پوه شو."
هغه وايي: "طالبان دې اوربند ته غاړه کېږدي او ستاسو د غوښتنې او وړاندیز هر کلی دې وکړي. که دوی جنګ ته ادامه ورکوي، نو موږ څنګه له کرونا سره مبارزه وکړو."
وسله والو طالبانو د تېرې میاشتې په ۲۸مه د کرونا ناروغۍ په اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چې خلک دې دغه ناروغي د الله تعالی تقدیر وبولي؛ دعاګانې، د قرانکریم تلاوت او صدقات دې وکړي او د روغتیا پالانو لارښوونې دې ومني.
طالبانو له نړیوالومرستندویو، صحي او بشرې ادارو غوښتي چې د دوی تر کنترول لاندې سیمو ته دې د اړتیا وړ موادو، درملو او مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
ولسمشر غني له دیني عالمانو سره په نننۍ ناسته کې ویلي چې دلته له وبا سره د مبارزې اساسات او لارې موجودې دي، د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د علماوو رول مهم دی او له دوی څخه د رهبرۍ رول غواړي.
دی وايي، د کرونا ویروس په دغه لومړني پړاو کې یوازې غبرګون کافي نه دی، منځمهال او اوږدمهال لیدلوری او تدبیر په کار دی.
ولسمشر غني د بېلګې په ډول وويل: "امریکا چې کرونا ویروس يې جدي ونه ګاڼه او په لومړیو کې یې احتیاطي تدابیر ونه نیول، نو اوس بیړني حالت کې دی، په کار ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د چین، ایټالیا، ایران، امریکا او نورو له وضعیت او تجربو څخه درس واخلو."
ولسمشرغني له علماو وغوښتل چې په منسجمه او همغږې توګه اساسي پیغامونه تر خلکو ورسوي، په ځانګړي ډول اطرافي او غیرپلاني سیمو ته.
هغه وایي، علمای کرام دې په دې برخه کې مخې ته شي او هیچا ته دې اجازه نه ورکوي چې د صحي خدماتو پر وړاندې ستونزې ایجاد کړي؛ ځکه چې دا ټول هېواد له خطر سره مخ کوي.
د غني په وینا، د دې لاعلاجه ناروغۍ لپاره وقایوي تدابیر او د حفظ الصحې مراعات کول چې اسلامي اصل هم دی حتمي دي او دې لپاره باید ټول د علمای کرامو سپارښتنې جدي ونیسي او عملي يې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، غني د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه کړې چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له دیني عالمانو سره په همغږۍ او همکارۍ کار وکړي او د کرونا ویروس له خپرېدو سره د مبارزې په برخه کې د علمای کرامو کار له همدا نن څخه پیل شو.
د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته خپور شوی. د دغه ویروس لومړۍ مثبت پېښه د تېرې کب میاشتې په پنځمه هرات کې ثبت شوه او اوس د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د کرونا ټولې ۴۰ مثبت پېښې ثبت شوي دي. هغه تن چې د لومړي ځل لپاره هرات کې پر دغې ناروغۍ اخته شوی و، روغ شوی، خو په بلخ کې پر همدې ناروغۍ اخته یو تن مړ شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










