کابل (پژواک، ۴ وری ۹۹): له چارواکو سره د ولسمشر غني په ویډیو کنفرانس کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خلکو پر همکارۍ او نورو اړینو تدابیرو ټینګار وشو.
په هرات ولایت کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د غونډو په لړ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د هرات والي او ټولو اداري مسوولینو په ګډون، تېر مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه جوړه شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په دغه کنفرنس کې ویلي، د هرات ښار د قرنطین کولو او اضطراري حالت ارزول شوی، هوکړه په دې شوې چې په موجوده شرایطو کې موږ په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه محدوده کړو.
د هرات والي ویلي چې د روغتیایي مرکزونو او روغتیایي وسایلو پر تدارک کار روان دی، په مجموعي ډول پر کرونا ویروس د احتمالي اخته کسانو لپاره په هرات کې ۸۰۰ بستره برابر شوي او د تشخیص لابراتوارونه کاملاً فعال او ۱۲۵ ډاکټران او نرسان استخدام شوي دي.
رحیمي دېته په اشاره چې په کرونا ویروس هېڅ اخته شخص له هرات نه کابل ته نه ځي، وویل، په ګمرکونو کې زموږ مالونه ایسار نه دي او هرات د ۲۲زره ټنه لومړنیو خوراکي توکو د ذخیرې ظرفیت لري.
د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش د بېړني حالت په اړه د هرات د والي د نظر د تایید پر مهال ویلي، قرنطین په دوه ډوله دی؛ اختیاري او اجباري، خو د متخصصینو په نظر قرنطین د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي له اغېزناکو لارو یوه ده.
دانش له ګڼې ګوڼې او عامه ترانسپورټ څخه د ګټه اخيستنې پر مخنیوي ټینګار کړی.
د غونډې په دوام د ملي امنیت شورا مرستیال عبدالوحید قتالي ویلي، په هرات کې د ۸۰ اتحادیو له جملې څخه ۳۶ اتحادیې کولای شي په کورونو کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ویروس خپرېدو پر وړاندې د هرات د سیمه ییز حکومت او خلکو له مبارزې څخه په مننې ویلی، د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې فعالیتونه او اقدامات باید دوامدار وي.
ولسمشر وویل، یوازې د هندوستان د غنمو واردات کولای شي چې ذخیرې ډکې کړي، له بازارونو څخه خریداري هم د حل لاره نه ده او اوس مهال د دوو میاشتو لپاره ذخیره لر
هغه د طبي تجهیزاتو د خریدارۍ په اړه وویل: «دغه وسایل د المان له زیمنس شرکت څخه اخیستل کېږي، یو اساسي فهرست تر کار لاندې دی، موږ باکیفیته توکي غواړو، استعجالیت باید له کیفیت سره ارتباط ولري.»
ولسمشر غني وویل، له اقتصادي پلوه د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او د لومړنیو خوراکي توکو د خریدارۍ او وارداتو په برخه کې هېڅ ډول اندېښنه وجود نه لري.
ولسمشر په هرات کې د زندانونو او زندانیانو د وضعیت په اړه وویل: «که څه هم د هېواد نافذه قوانین د زندانیانو په اړه صراحت لري، خو د یوې ارزونې او موجوده شرایطو پر بنسټ باید قانوني اقدامات وشي.»
login or register a new account.