منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې پر کرونا اخته لومړی ناروغ له خلکو د جدي وقايوي تدابیرو نیولو غوښتنه کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۴ وری ۹۹): په کندهار کې په کرونا ویروس اخته کس چې په خپله ډاکتر هم دی، له خلکو غوښتنه کوي چې دغه ویروس جدي وګڼي او د مخنیوي لپاره یې وقایوي لارښوونې عملي کړي.

ډاکتر داوود درمان په کندهار کې د کرونا (Covid-19) ویروس لومړنی ناروغ دی چې اوس د عینو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دی او قرنطین شوی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته په یوه مرکه کې وویل، شاوخوا ۲۸ ورځې مخکې یې د کرښې هغې غاړې د کوېټې ښار ته سفر کړی و او په کندهار ښار کې چې چېرته اوسي، د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم استوګنه لري، خو بیا هم نه شي ویلای چې دغه ناروغي څنګه ور لېږدېدلې ده.

هغه د کندهار پوهنتون په طب پوهنځي کې د ماسټرۍ زده کړې کوي او په یوه روغتیايي انجیو کې دنده هم لري.

دی وايي، د یوه روغتیاپال او ډاکټر په توګه یې راشه درشه له ناروغانو سره ده او په رضاکاره توګه دې ته چمتو شوی و چې که کوم څوک د کرونا په ناروغۍ اخته وي نو د تشخیص او درملنې په موخه به لومړی دی ورمخامخ کېږي.

هغه زیاتوي، دا چې د کال په اوږدو کې یو یا دوه ځله د زکام موسمی ناروغي لري، نو څو ورځې مخکې دغه تکلیف ورته پيدا شو او فکر یې کړی و چې عادي زکام به وي.

ده وویل: "لومړی مې ستوني درد کاوه، تبه مې هم لرله، بیا لږ نفس تنګي او وچ ټوخی راته پېښ شو، دا چې زه په خپله ډاکټر یم، انټي بیوټیک او د زکام اړوند درمل مې واخیستل، خو دا چې تبه مې تر پخوا ډېره وه، نو د عامې روغتیا ریاست اړوند د کرونا ویروس د پېژندنې له څانګې سره مې اړیکه ونیوه، هغوی د معایناتو لپاره میرویس روغتون ته ولېږلم."

د ده په خبره، یوه ورځ وروسته خبر ورکړل شو چې معاینه یې مثبته ده او د کرونا په ویروس اخته شوی دی.

دی وايي، د دغه خبر په اورېدو یې روحیه ونه بایلله؛ ځکه دا اوس د ټولې نړۍ ستونزه ده او دی هم له زرګونو هغه وګړو یو دی چې پر دې ناروغي اخته شوي دي.

درمان زیاته کړه، وروسته د روغتیا ریاست یو ټيم، د ده د اوسېدو ځای او د سپرلي موټر دواپاشي کړ او دی یې په امبولانس کې روغتون ته د قرنطین کولو په موخه ولېږداوه.

 

نوموړی وايي، اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی، په روغتون کې اسانتیاوې ورته برابرې شوې، که څه هم له خلکو سره یې اړیکې او راشه درشه قطع شوي، خو موبایل او کمپیوټر کاروي او عبادت ته کافي وخت لري.

ده یادونه وکړه، ټولو هغو کسانو ته چې له ده سره یې په دې موده کې راشه درشه او اړیکې درلودلي، یادونه کړې ده چې ځانونه معاینه کړي څو هغوی ته دغه ویروس نه وي لېږدېدلی.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې کرونا ویروس جدي وګڼي او د وقایوي لارښوونو په عملي کولو سره ځان او ټولنه له دغې ناروغۍ وژغوري.

دی وايي، ښايي دغه ناروغي د لوړ عمر په کسانو کې سخته وي خو مهمه دا ده چې هره ورځ ویټامین سي لرونکي خواړه وخوړل شي او د وجود دفاعي سیسټم قوي کړای شي.

هغه سپارښتنه کوي چې له دې ناروغۍ د ځان ساتلو په موخه ډېره اړینه ده چې لاسونه ژر ژر په صابون ومینځل شي، د روغبړ پر مهال له لاس او غېږې ورکولو ډډه وشي، د ګڼې ګوڼې ځایونو ته تګ بند شي، د ټوخي او پرنجي پر مهال ماسک وکارول شي او له وګړو سره د مخامخ کېدو پر مهال یونیم متر واټن وساتل شي.

دغه راز، دی یادونه کوي چې د دۍ ناروغۍ پر مهال باید د شرم احساس ونه شي او د ده په څېر په خپله د ناروغۍ تشخیص او قرنطین کېدو ته حاضر شي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د څارنې همغږی کوونکی ډاکټر محمد سرور پېروزي وايي، په دغه ولایت کې تر دې مهاله د ۲۰ مشکوکو وګړو نمونې کابل ته د معایناتو لپاره لېږدول شوي چې یوازې هم دا یوه پېښه په کې مثبت ده.

د ده په خبره، په دغو کسانو کې ۱۵ هغه دي چې له ناروغ کس سره یې راشه درشه او اړیکې لرلې چې پایله به یې نن تر ناوخته په ډاګه شي.

د روغتیا وزارت د رسمې شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې ۴۰ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې ډېری دغه وګړي له ایرانه را ستانه شوي دي.

د دې ناروغۍ تر ټولو ډېرې (۲۱) پېښې په هرات ولایت کې ثبت شوي دي.

د یادونې ده، تر دې مهاله له دې ناروغۍ یو کس د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی مړ شوی او هغه کس چې په لومړي ځل په هرات کې پر دغې ناروغۍ اخته و، روغ شوی دی.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا