کابل (پژواک، ۵ وری ۹۹): د عامې روغتیا وزير وايي که د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې خلک د عامې روغتیا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو ١٦ ميليونه هېوادوال ښايي پر دې ناروغۍ اخته شي او څه باندې سل زره به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د وري په پنځمه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل که څه هم د کرونا ويروس له پلوه افغانستان تر اوسه کنټرول شوى خو د روغتيا نړیوال سازمان له وړاندوینو سره سم به د هېواد اتیا سلنه وګړي پر دې ناروغۍ اخته شي.
فېروز وايي، که د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې خلک د عامې روغتیا وزارت او روغتيا نړيوال سازمان لارښوونې عملي نه کړي، نو ١٦ ميليونه هېوادوال به پر دې ناروغۍ اخته شي او ١١٠زره به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له اتیا سلنه خلکو به په اته میلیونو کسانو کې علایم ولیدل شي، اووه سوه زره کسان له اړتیا سره سم روغتونونو ته د درملنې لپاره واستول شي چې ۲۱۰زره کسان به بېړنیو روغتيايي خدمتونو ته اړتیا لري.
خو دى وايي: ((اوس مهال حالات تر کنټرول لاندې دي، نو ښه فرصت دی چې جدي تدابیر او اقدامات ونیول شي.))
هغه وايي چې په راتلونکې اوونۍ کې به د مثبتو پېښو شمېر لوړه شي نو خلک باید د عامې روغتیا وزارت لارښوونو او سپارښتنو ته جدي پام وکړي څو حالت له کنټروله ونه وځي.
د نوموړي په وینا، طالبانو هم اجازه ورکړې چې د دوی تر واک لاندې سيمو کې د شکمنو کسانو سمپل واخیستل شي او د کرونا ناروغۍ په برخه کې يې معاينات ترسره شي.
فېروز زياتوي چې د حکومت له پرېکړې سره سم به سر له سبا به په هرات ولایت کې پر ګرځېدو بنديز ولګول شي.
بايد وويل شي چې په ټول هېواد کې تر اوسه د کرونا څه باندې شپږ سوه شکمنې پېښې ثبت شوې چې ۴۲ يې مثبت دي.
په افغانستان کې هم د کرونا ناورغۍ له امله د مړينې لومړۍ پېښه ثبت شوې خو په هرات ولایت کې یو کس بيا بېرته روغ شوی دی.
د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٩٠ هېوادونو ته رسېدلى دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې څه د پاسه ١٥ زره کسان مړه شوي او څه د پاسه ٣٠٠ زره نور کسان پرې اخته شوي چې ډېر یې بېرته روغ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










