کابل (پژواک، ۶ وری ۹۹): د کابل په اندراګاندي،جمهوریت او ابن سینا روغتونونو کې د کرونا له خپريدو د مخنیوي لپاره تر یوه بریده تدابیر نیول شوي، خو په ځینو روغتونونو کې پایوازان روغتیایي لارښوونې په پام کې نه نیسي.
د پژواک خبري اژانس خبریال نن د کابل ښار له یادو روغتونونو لیدنه وکړه.
په دغو روغتونونو کې د لوډسپیکرونو له لارې د کرونا د مخینوي اړوند پیغامونه خپرېدل او په دې تړاو د روغتونونو په بېلابېلو برخو کې په دې اړه د عامه پوهاوي لیکنې ځوړوند شوې وې.
د کرونا له خپرېدو د مخنیوي لپاره: له کوره د باندې خپله خوله او پوزه په ماسک پټه کړئ
په یادو درې واړو روغتونونو کې يوازې هغو ناروغانو ته ماسک او دستکش ورکول کېدل چې تنفسی روغتیایی ستونزه لره. د ناروغانو پایوازانو ته دستکش او ماسکونه نه ورکول کېدل، خو ډېرو لږو یې خپل ماسکونه کارول.
د کرونا له خپرېدو د مخنیوي لپاره: خپل لاسونه د ورځې څو، څو ځلې په صابون او میکروب ضد مايع وينځئ
د اندراګاندی په نوم د ماشومانو د درملنې په روغتون او دغه راز د ابن سینا په بېړنی روغتون کې داسې امکانات برابر شوي وو، چې روغتون ته هر ننوتونکي تن به لاسونه په صابون وینځل، خو په جمهوریت روغتون کې دغه اسانتیا نه وه.
خو درې واړو روغتونونو په تشنابونو کې د لاس وینځلو مایع وه، تر څو ناروغان پرې لاسونه ووينځي.
د کرونا له خپرېدو د مخنیوي لپاره: د کرونا ویروس د مخینوي لپاره د ګڼې ګوڼې ځايونو ته له تګ راتګ ډډه وکړئ
د جمهوريت په روغتون کې د ناروغانو د بسترونو تر منځ شاوخوا دوه متره واټن و، خو د عاجل ابن سينا او اندراګاندي په روغتونونو کې د ناروغانو د بسترونو تر منځ يو متر واټن هم نه و.
دغه راز د جمهوريت او ابن سينا په عاجل روغتون کې د ناروغانو شاوخوا شل، شل پايوازان په څوکیو او یا ځمکه ډېر سره، نږدې، نږدې ناست وو، په داسې حال کې ځینې داکټران د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه وایي چې خلک باید له یو بل سره له یونیم تر دوو مترو واټن ولري.
دغه ستونزه د جمهوريت په روغتون کې ډېره زياته وه او د ناروغانو پايوازان د روغتون مخې ته شپې او ورځې سبا کوي.
د کرونا له خپرېدو د مخنیوي لپاره: نور ته له لاسو ورکولو او مخ ښکلولو ډډه وکړئ
خو د ناروغانو ډېرو پایوازانو له یو بل سره په لاس روغبړ کاوه او ځینې یې داسې هم وو چې له یو بل سره یې په غېږو روغبړ کاوه. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره باید له هغو کسانو سره له تماس ډډه وشي چې تبه، ټوخی، زکام او ساتنګي ولري او کېدای شي د دغو کسانو منځ کې داسې خلک هم وي چې تبه، ټوخی، زکام او یا ساتنګي ولري.
ډاکټرانو د پايوازانو له بې پروايۍ سرټکاوه.
د عاجل ابن سينا روغتون مشر ډاکټر امير بادشاه رحتمي منګل پژواک خبري اژانس ته وویل:"متاسفانه خلک ډېر بې پروا دي، هېڅ شي ته پام نه کوي او د کرونا د مخنیوي لپاره روغتیایي لارښوونې جدي نه نيسي."
ده خلکو ته په خطاب کې وویل:"کرونا چې يوه جهاني غټه ستونزه ده، زموږ هېواد ته راغلې، مبتلايان ورځ په ورځ ډېرېږي؛ نو هر کس بايد خپل ځان وساتي، ځکه د ځان ساتنه فرض ده؛ کرونا ستاسو کورونو ته نه درځي، نو لطفا کرونا خپل کور ته مه درولئ او په کور کې پاتئ شئ؛ او دغه ناروغۍ يو فاجعه وګڼئ."
افغانستان کې تر اوسه د کرونا ۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ٥٣ يې په هرات، اووه کابل، څلور په سمنګانو، درې په لوګر، دوې، دوې په فراه، زابل او بلخ کې او يوه - يوه په غور، دايکنډي، کاپيسا، کندهار، غزني، نيمروز او بادغيس ولايتونو کې ثبت شوي او د ډېرو خپریدو وېره یې شته ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










