کابل(پژواک، ۶ وری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي چې په نیمروز کې د کرونا د يوې مثبتې پېښې په ثبتېدو سره په هېواد کې د دې ناروغۍ د ناروغانو شمېره ۸۰ ته لوړه شوه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د وري په شپږمه وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ٣۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
هغه وايي چې په دې پېښو کې ٣٢ يې په هرات، يوه يې په کابل او یوه په نيمروز کې ده.
د مایار د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸۰ ته رسیږي چې له دې شمېرې ۵۴ يې په هرات،اووه یې په کابل ولایت کې دي .
نوموړي په نيمروز کې دکرونا ويروس اخته کس په اړه معلومات نه دې وکري .
مایار اندېښنه وښوده چې د کرونا ناورغۍ په هېواد کې د خپرېدو پر حال کې ده، ځکه ځيني ناروغان ګاونډي هېواد ایران ته د تګ هيڅ تاریخچه نه لري.
هغه دا هم وويل چې نن به د هرات ترڅنګ په فراه او د نيمروز ولايتونو په مرکزونو کې د خلکو پر ګرځېدو بنديز ولګول شي.
مايار زیاته کړه چې په ملي شورا کې هم یوه بله شکمنه پېښه ثبت شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، نړيوال بانک وايي که چېرې د کرونا د مخنيوي لپاره هيڅ تدابير ونه نيول شي، په راتلوونکو نهو مياشتو کې به څه باندې ٢٦،٨ ميليونه کسان پرې اخته او شپږ سوه زره به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دى زياتوي که چېرې په اوسط ډول تدابير ونيول شي، نو په همدې موده کې به څه باندې ١٨،٤ميليونه کسان پرې اخته او څه باندې څلور سوه زره به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
ده وويل، که چېرې جدي تدابير ونيول شي، نو په همدې موده کې به شپږ سوه زره کسان پرې اخته او شاوخوا ١٤ زره به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عامې روغتيا وزير د نړيوال روغتيايى سازمان دمودل په بنسټ ويلي و چې په افغانستان کې به ١٦ ميليونه کسان په کرونا ناروغۍ اخته او څه باندې ١١٠ زره به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د يادونې ده چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ٧٩ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ٥٣ يې په هرات، اووه کابل، څلور په سمنګان، درې په لوګر، دوه-دوه په فراه زابل او بلخ کې او يوه -يوه هم په غور ،دايکنډي، کاپيسا، کندهار، غزني او بادغيس ولايتونو کې دي.
د کرونا ويروس چې څه دپاسه درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اووهان ښار څخه خپور شو، اوس د نړۍ شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې رسېدلى دى.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ شاوخوا ٤٢٢ زره کسان اخته شوي او شاوخوا ١٩ زره کسان مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ١١٠ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ څخه روغ شوي او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









