هرات ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٨): په هرات کې د کرونا ناروغۍ له امله د يوې مېرمنې په مړه کېدو سره په افغانستان د دې ناروغۍ له امله د مړو شمېره دوو ته لوړه شوه.
د هرات د عامې روغتيا رييس عبدالحکيم تمنا د وري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت په شيدايي روغتون کې يوې ٤٥ کلنې مېرمنې د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
هغه زياته کړه: ((دغې ښځې پخوا کله ايران ته سفر نه و کړى، خو کرونا ناروغي يې درلوده.))
دغه راز د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار پژواک ته تاييد کړه چې په هرات کې د کرونا ناروغۍ له امله يوه مېرمنه مړه شوې ده.
ده وويل: ((د دې ښځې د کرونا ټسټ مثبت راغلى او تېره شپه مړه شوې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې يو کس د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
د يادونې ده چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ٧٨ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ٥٣ يې په هرات، اته کابل، څلور په سمنګان، درې په لوګر، دوه-دوه په فراه زابل او بلخ کې او يوه -يوه هم په غور دايکنډي، کاپيسا، کندهار، غزني او بادغيس ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د کرونا ويروس چې څه دپاسه درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اووهان ښار څخه خپور شو، اوس د نړۍ شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ شاوخوا ٤٢٢ زره کسان اخته شوي او شاوخوا ١٩ زره کسان مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ١١٠ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ څخه روغ شوي او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










