کابل (پژواک، ٧ وری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې پر کرونا د اخته ۸۰ کسانو له ډلې پنځه روغتیايي کارکوونکي دي او ٢٨ یې بهر ته د سفر تاريخچه نه لري.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د وري په اوومه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وویل چې په ټول هېواد کې تر اوسه اتيا کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي چې یوازې ٢٨ يې له هېواده بهر د سفر تاريخچه نه لري.
پیکان وویل چې په يادو اتيا کسانو کې پنځه روغتیايي کارکوونکي دي چې يو يې په کندهار او څلور نور يې په هرات ولايت کې دي.
پیکان وايي، که چېرې په نورو ولایتونو کې هم پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شي، نو هلته به هم د ورځې له مخې پر ګرځېدو بنديز ولګول شي.
هغه زیاته کړه، هغه کسان چې له ایران، سوېلي کوریا، ایټالیا او چین څخه راګرځېدلي، د ۱۴ ورځو لپاره بايد په خپلو کورونو کې قرنطين شي.
د يادونې ده، په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ ۸۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې ۸۰ يې مثبتې دي.
له يادو اتيا پېښو ٥٧ يې په هرات، درې په کابل، څلور په سمنګان، درې په لوګر، دوه-دوه په فراه، زابل او بلخ او يوه- يوه هم په غور، دايکنډي، کاپيسا، کندهار، غزني، بادغيس او نیمروز ولايتونو کې دي.
د کرونا ويروس څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښار څخه خپور شو، اوس د نړۍ شاوخوا ١٩٠ هېوادونو ته رسېدلى دى.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ شاوخوا ۴۷۰زره کسان اخته شوي او شاوخوا ۲۱زره ترې مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ١۱۳زره کسان بېرته له دې ناروغۍ روغ شوي او خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










