هرات ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٩): د هرات روغتيايي چارواکي وايي، يوې ښځې چې د کرونا ويروس نښې نښانې يې درلودې، تېره شپه په کويډ ١٩ روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر عارف جلالي د وري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوې پنځوس کلنې مېرمنې د دغه ولايت په شيدايي (کويډ ١٩) روغتون کې ساه ورکړې ده.
هغه وايي: ((دغې ښځې د پښتورګو او ساه لنډۍ ستونزې درلودې چې دغه بيا د کرونا نښې هم دي او مړه شوې ده.))
ده وويل چې له دې ښځې څخه دوى سمپل اخيستى او د معاينۍ لپاره يې استولى، نو په ٢٤ ساعتونو کې به معلومه شي چې کرونا يې درلوده او کنه؟
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم يوې بلې مېرمنې په هرات او يو کس هم په بلخ ولايت کې د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
د يادونې ده، په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ٨٠ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ٥۷ يې په هرات، اووه کابل، څلور په سمنګان، درې په لوګر، دوه- دوه په فراه زابل او بلخ کې او يوه - يوه هم په غور دايکنډي، کاپيسا، کندهار، غزني، نيمروز او بادغيس ولايتونو کې دي.
د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ شاوخوا ١٩٠ هېوادونو ته رسېدلى دى.
پر دې ناروغۍ په نړۍ کې سلګونه زره کسان اخته شوي چې څه باندې ٢١زرو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










