منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د لومړنۍ اړتیا له کاروبار پرته نور پر ټولو فعالیتونو بندیز ولګېد

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کندهار (پژواک، ۷ وری ۹۹): په کندهار کې د کرونا ویروس د مخنیوي کمېټې په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د دې ناروغۍ خپرېدو د مخنیوي په موخه به په دغه ولایت کې د ورځني ژوند د لومړنیو اړتیاو وړ توکو له کاروبار پرته نور فعالیتونه بند وي.

دغه راز په دې غونډه کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په موخه د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو د چارو د پیل خبر هم ورکړل شو چې تر راتلونکو شلو ورځو به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې ترڅنګ به تر راتلونکو لسو ورځو د نړیوال روغتیايي سازمان /WHO په مرسته د کرونا ویروس د تشخیص په موخه مجهز لابراتور جوړ شي څو د خپرېدو مخنیوی یې وشي.

په غونډه کې د کندهار والي حیات الله حیات، مرستیال والي عبدالحنان منیب، د ولایتي  شورا غړو، د دولتي ادارو رییسانو، د داخلي او بهرنیو مرستندویه ادارو استازو او د اصنافو وکیلانو ګډون کړی و.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، له شنبې ورځې به په دغه ولایت کې یوازې د لومړنیو اړتیاوو او خوراکي توکو پلورنځي پرانیستي وي، خو هوټلونه، رستورانتونه، د تعمیراتي موادو پلورنځي، مېله ځایونه، حمامونه، سلمانۍ او نور پلورنځي به تړلي وي.

هغه زیاته کړه، په هېواد، سیمه او نړۍ کې د کرونا ویروس چټکې خپرېدا ته په کتو باید ټول وقایوي اقدامات په دقیقه توګه عملي شي.

نوموړي امر وکړ چې د کابل- هرات د لویې لارې اړوند له ښار صفا تر میوند ولسوالۍ او د کندهار- سپين بولدک لارې په اوږدو کې باید مسافرخونې او رسټورانټونه وتړل شي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري وویل، تر دې مهاله په کندهار کې د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې خو د ۱۰۰ نورو مشکوکو پېښو بېلګې د عامې روغتیا وزارت مرکزي لابراتوار ته استول شوې چې د ځینو پایلې منفي او د ځنیو تر اوسه نامعلومې دي.

دی وايي، سمدستي د کندهار ښار د عنیو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې ۱۰۰ بستره د کرونا ویروس ناروغانو ته ځانګړي شوي.

خو ده خبر ورکړ چې له شبنې ورځې به د جمهوري ریاست له لوري په کندهار کې د دغې ناروغۍ د ناروغانو لپاره د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شي چې تر راتلونکو ۲۰ ورځو به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کندهار د علماوو شورا، حج او اوقافو رییسانو وویل، د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یې د عامه پوهاوي په موخه د جوماتونو له ملا امامانو سره ناستې دوام لري.

د کمېټې له خوا دغو ادارو ته دنده وسپارل شوه څو د هر راز غونډو او د خلکو د را یو ځای کېدو مخنیوی وشي.

د کرونا وبا چې له ټوله نړۍ کې خپره شوې، په افغانستان کې هم تر اوسه ٨٤ کسان پرې اخته او دوه تنه مړه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا