اسعد اباد (پژواک، ٧ ورى ٩٩): د کونړ په مرکز اسعداباد او ولسواليو کې د کرونا ويروس خپرېدو د مخنیوي په موخه نيمه بېړنی حالالت اعلان شوى دى.
له دغه اعلان سره سم ولايتي ادارې د اسعدباد ښار او ولسواليو کې هټۍ، هوټلونه، حمامونه او نور د ګڼې ګوڼې ځایونه د خلکو پر مخ تړلي دي.
د کونړ ښاروال عبيدالله ساپي د وري په ٧مه پژواک اژانس ته وويل چې په اسعداباد ښار کې يې پرته له خوراکي توکو، نانوایان، سبزیجاتو او درملتونونو نورې ټولې هټۍ وتړل شوې.
نوموړي زیاته کړه که هر څوک پر خپل سر هټۍ خلاصې کړي او يا هم پارکونو او ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ولیدل شي، عامیلین به يې له قانوني چلند سره مخ شي.
د کونړ مرستیال والي ډاکټر ګل محمد بيدار وايي، وروسته له هغه چې هېواد کې د کرونا وژنکي وایروس د اخته کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی، په کونړ کې د یادې وبا خپرېدو د مخنیوي په موخه ځانګړي تدابیر په پام کې نیولي څو خلک له دې ناروغۍ وژغورل شي.
هغه زياته کړه، اسعداباد ښار چې د خلکو اړتیاوو ته په کتو یوازې د ګوتو په شمېر د خوراکي توکو هټۍ په کې پرانیستې دي، هوټلونه، حمامونه، پارکونه او نور ډېر د ګڼې ګوڼي ځایونه د خلکو پر مخ تړل شوي.
په کونړ ولایت دغه تدابیر هغه مهال نیول کېږي چې تر اوسه د کرونا نه کومه مثبته او نه هم کومه شکمنه پېښه ثبت شوې ده.
د يادونې ده، تر دې دمه په ټول هېواد کې د کرونا ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې، دوه کسان مړه شوي او دوه نور له رنځ تېرولو وروسته ښه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










