کابل (پژواک، ۹ وری ۹۹): د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفيرانو له ولسمشر غني سره په کتنه کې د افغانانو پر یووالي د ټینګار ترڅنګ ویلي، له کرونا ویروس سره د مبارزې او سولې په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
هغوی زیاته کړې، له طالبانو سره د مذاکرې په دغه پړاو کې چې د کرونا ویروس وېره هم ده، افغانستان تر بل هر وخت يووالي ته اړتيا لري.
د ارګ په خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازديګر په کابل کې استوګن د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو له سفيرانو سره وکتل او له کرونا ويروس سره د مبارزې، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو او له انتخاباتو وروسته د سياسي مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.
د کووید ۱۹ ناروغي (کرونا ویروس)
د کابل په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې تر اوسه د کرونا ویروس ۱۱۰ مثبت پېښې ثبت شوې دي؛ د دغو پېښو تر ټولې ډېرې (۶۸) په هرات کې ثبت شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفير پيير مايوډين له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت اساسي کړنې وستايلې، وې ويل چې اروپایي ټولنه له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره همکارۍ ته چمتو ده.
ولسمشر غني، له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د جدي تدابيرو او د هغو د پايلو د کنټرول لکه د لومړنيو خوراکي توکو د بيو لوړوالي په اړه هم خبرې وکړې.
د جمهوري رياست دويم مرستيال سرور دانش د کرونا ويروس خپرېدو د مخنيوي او وقايې په اړه د حکومت برنامې تشريح کړې، وې ويل، اطلاع رسول، د اداري ساعتونو تنظيم، له روغتيايي کارکوونکو ځانګړی ملاتړ، د ولسمشر له لوري د يو شمېر زندانيانو عفوه، په کابل او هرات کې د ځانګړي بنديز وضع کول او د درېیو اوونيو لپاره د ادارو رخصتول په دغو برنامو کې شاملېږي.
په دې کتنه کې د اقتصادي او سوداګريزو چارو د پراختيا او بېوزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور رييس فوق العاده استازي محمد يوسف غضنفر له خصوصي سکتور سره په خپلو کتنو کې د خوراکي توکو بيو د کنټرول په اړه معلومات ورکړی وېیلی یې دی چې بانکي سکتور د همکارۍ ژمنه کړې او د ترانسپورټ سکتور به په بېړنيو حالاتو کې خوراکي توکي په ټاکلي وخت ولسواليو او کليو ته ورسوي او د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ به ګمرکونه ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.
سوله
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د طالبانو ۱۵ کسيزه پلاوی نن کابل ته راشي. د دغه پلاوي دنده تخنيکي ده او يواځې د بنديانو د خلاصون په اړه خبرې کوي، نه د بين الافغاني خبرو په اړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفير د کرونا ويروس، له طالبانو سره د مذاکرې او په دې برخه کې شته اندېښنو ته په اشارې ویلي چې افغانستان د بل هر وخت په پرتله يووالي ته اړتيا لري.
ده د افغان حکومت له لوري د سولې مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو هرکلی کړی او له طالبانو سره يې پر مذاکراتو چې د سولې د تامين لامل شي، ټينګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني د دې ليدنې پر مهال ویلي چې د لوړې په مراسمو کې او له هغه وروسته يې په ټولو غونډو کې د ټول شموله کابينې پر ايجاد ټينګار کړی او زیاتوي چې ټولې هڅې یې د جمهوريت د بقا لپاره دي.
ولسمشر غني ویلي چې د حکومت له خوا د سولې خبرو معرفي شوی پلاوی د خلکو او شخصيتونو له بېلابېلو اقشارو، ګوندونو او سياسي جريانونو سره په يوه سراسري اجماع کې تعيين شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کتنې په پای کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفيرانو په افغانستان کې سياسي اجماع ته رسېدل مهم بللي او تل پاتې سولې ته د رسېدو په موخه يې د مذاکره کوونکي پلاوي ټاکنه موثر ګام ياد کړی؛ دوی په بېلابېلو په ځانګړي ډول د پايداره سولې د تامين په برخه کې د خپلو هېوادونو د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










