جلال اباد (پژواک، ۱۰وری ۹۹): د ننګرهار دیني عالمانو له خلکو وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ مخنيوي په موخه دې ديني او طبي لارښوونې پر ځان تطبيق کړي.
د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې د وري په لسمه د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د حج اوقافو رييس او لسګونو علماوو د وري په ۱۰مه د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې د کرونا په اړه خبرې وکړې.
د ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د کرونا ناروغۍ مخنيوي او وقايې په برخه کې د ترسره شوو او پلان شوو تدابيرو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې ټوله نړۍ له خطرناکې وبا سره مخ ده او بايد خلک په وقايوي برخه کې غفلت ونه کړي.
نوموړي وويل، علماء کرام له ولسونو سره نږدې اړيکې لري، بايد په ښار او ولسواليو کې له خلکو سره د وقايې په برخه کې اسلامي او طبي لارښوونې شريکې کړي، څو د کرونا ناروغۍ مخنيوي وشي.
هغه زياته کړه چې په وقايې سره د عباداتو او فرهنګ ته ستونزه نه جوړېږي او د اسلام مبارک دين هم د پاکۍ، وقايې او درملنې لارښوونې کړې؛ نو بايد د کرونا ناروغۍ مخنيوي په موخه له ګڼې ګوڼې، فزيکي روغبړ او ټولو هغو کړنو ډډه وشي چې له امله يې دغه ويروس له يو انسان څخه و بل ته لېږدول کېږي.
مرستيال وويل چې د کرونا ناروغۍ وقايې، تشخيص، ناروغانو ته د درملنې، له بېوزله وګړو سره د مرستې او بېلابېلو برخو کې چمتووالی نيول شوی او له ټولو شتمنو خلکو يې غوښتنه وکړه چې د مرستې صندوق او يا هم له خپلو ګاونډيو سره له نږدې مرستې ترسره کړي.
د ننگرهار ولايت د حج او اوقافو ریيس مولوي محمد داوود مجاهد او علماء کرامو پرېکړه وکړه چې ټول به په ښار ولسواليو کې د کرونا ناروغۍ وقايې په موخه عامه پوهاوی کوي او همدا راز د حکومت، په ځانګړي ډول د عامې روغتيا وزارت له لارښوونو سره سم به اجراات ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه چې ټول رسمي او غير رسمي علماء کرام او د مدرسو مسوولين دنده لري چې د ګڼې ګوڼې مخنيوي او وقايې په برخه کې اسلامي او طبي لارښوونې تر خلکو ورسوي او د ناوړه تبليغاتو مخنيوی وکړي.
د علماوو شورا د مشر مولوي حميد الله، مولوي حبيب الله جلال ابادي، شيخ محمد صادق او مولوي نعماني د خپلو خبرو پر مهال د کرونا ناروغۍ مخنيوي او وقايې په موخه الهي او نبوي ارشادات وړاندې کړل او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې د کرونا وبا جدي ونيسي او په مخنيوي کې يې اسلامي او طبي لارښوونې پر ځان تطبيق کړي.
دوی له ولسونو غوښتنه وکړه چې د طبي لارښوونو تعقيب ترڅنګ الله پاک ته رجوع وکړي، څو دغه وباء ختمه شي او بشريت له ستر ناورين وژغورل شي.
يادو علماء کرامو همدا راز پر شتمنو خلکو غږ وکړ چې د ګرځبنديز او قرنطين پر مهال له خپلو بېوزله ګاونډيانو سره مرسته وکړي او د وباء تر ختميدو په خپلو کورونو کې پاتې شي.
علماء کرامو دغه راز ژمنه وکړه، چې د کرونا ناروغۍ مخنيوي د تېرو کمپاينونو په دوام به په ښآر او ولسواليو کې خلکو ته د وقايې په برخه کې معلومات ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










