کابل (پژواک، ١٠وری۹۹):د چارو یو شمېر شنونکي وايي چې حکومت باید په هغو سیمو کې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په کې محدودیتونه وضع کېږي مالیات کم کړي او د دوکانونو او استوګنې د کورونو په کرایه یې تخفیف په نظر کې ونيسي.
د کوید ۱۹ ناروغي یا کرونا ویروس د نړۍ ۲۰۱ هېوادونو ته رسېدلی. د راپورونو له مخې په ټوله نړې کې له ۶۰۰ زرو ډېر کسان پر دې ناورغۍ اخته دي. له دې ډلې ۱۳۷ زره کسان بېرته جوړ شوي او له ۲۸ زره کسان یې وژلي دي. په افغانستان کې تر اوسه ۱۱۷ کسان پر دې ناروغۍ اخته دي چې له دې ډلې پنځه بېرته جوړ او درې ناروغان یې مړه کړي دي.
افغان حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ښوونیز مرکزونه، هوټلونه، حمامونه، د خوراکي توکو او درمل پلورنځیو پرته په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، نیمروز، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې ټول مارکېټونه او دوکانونه تړلي او هغه دولتي کارکوونکي يې رخصت کړي چې کار ته یې جدي اړتیا نه وي. په همدې ترتیب حکومت ټینګار کوي چې په ښارونو کې دې تګ او راتګ محدود شي او د هغو موټرونو د تګ راتګ مخه دې ونیول شي چې له څلورو ډېر کسان انتقالوي.
کورنیو چارو وزارت ویلي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې یاد محدودیتونه په پام کې نه نیسي.
په ورته وخت کې ځینې خلک په ځانګړې توګه لاسي پلورونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي چې نه شي کولای په کور کې پاتې شي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون پژواک ته وویل، په نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه قرنطین بریالی دی، خو په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت ته له پاملرنې پرته قرنطین اعلان او له قهریه قوې استفاده شوې ده.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې تر ۴۵ سلنه ډېر خلک د فقر له کرښې په ټيټ وضعیت کې ژوند کوي او که یوه ورځ له کوره بهر نه شي د شپې وږي پاتې کېږي.
نوموړي زیاته کړه: ((بېوزله خلکو ته مهمه نه ده چې د کرونا له امله مړه کېږي یا له لوږې، دوی د یوې مړۍ ډوډۍ د پیداکولو لپاره له کوره وځي، داسې کسان هم شته چې د ښار له کثافت دانیو ځان ته د شپې ډوډۍ برابروي.))
دده په خبره، تمه نه لري چې حکومت دې بېوزله خلکو ته د نورو هېوادونو په څېر د نغدو پیسو زمینه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي، خو لږ تر لږه دې بېوزله خلکو ته وچه ډوډۍ ووېشي.
سیحون وویل، حکومت باید له خپلې شخصي بودیجې د ښار په کچه خلک وپېژني او خوراکي توکې ورته وویشي، څو د قرنطین په ورځو کې له کوره وتلو ته مجبور نه شي.
هغه زیاته کړه: ((افغانستان تر ټولو کم علمه او ماتې خوړلی هېواد دی چې زیانمنو کسانو ته يې پاملرنه نه کوي خو هیله لري چې ښارونه دې قرنطین شي.))
هغه وویل، د توکو بیې د دوکانونو په تړلو، زور او فرمانونو نه ټيټېږي او حکومت باید د بیو د کنټرول لپاره هېواد ته د توکو د وارېداتو او رقابت لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي روښانه کړه چې حکومت باید د بیو د ټیټېدو لپاره په بندرونو کې د سوداګرو بند پاتې موټرو ته د راتګ زمینه برابره کړي.
دده په خبره، حکومت دې مالیې ټيټې کړي، هغو دوکانونو او کورونو ته دې تخفیف ورکړي چې کرایه ورکوي.
هغه زیاته کړه: ((زموږ هېواد تل د ناورین شاهد دی او که حکومت بېوزله او زیانمنو کسانو ته توجه ونه کړي د دې بې پرواییو دوام به یوبل ناورین او د هېواد دولتي چارواکو پر ننګ داغ وي.))
د اقتصادي چارو بل شنونکي قیوم عارف وویل، د کرونا ویروس د مخنیوي یوازینۍ لار قرنطین او د تګ راتګ محدودیت دی او هیله ده چې حکومت له ټولو بېوزلو کسانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
د ده په خبره، حکومت او سوداګر باید له بېوزلو سره مرسته وکړي څو د خوراکي موادو د کمښت له امله ژوند له لاسه ور نه کړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، حکومت د مالیاتي تعرفو د کمښت، د کورونو او دوکانونو د کرایو د تخفیف او له بېوزلو سره د مرستې ژمنه کړې ده. هغه هیله مندي څرګنده کړه چې حکومت دې یادې ژمنې عملي کړي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل، په ښارونو کې د محدودیت په وضع کولو د هېواد اقتصادي وضعیت له ډېرو ستونزو سره مخ دی او حکومت د یادو مشکلاتو د حل لپاره په یوه طرحه کار کوي.
هغه زیاته کړه، مالیې وزارت به دغه طرحه ډېر ژر له خلکو سره شریکه کړي او حکومت د خلکو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










