ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په ننګرهار کې تر خپل حاکميت لاندې ساحو کې د کرونا مخنيوي هڅې پيل کړي

طالبانو په ننګرهار کې تر خپل حاکميت لاندې ساحو کې د کرونا مخنيوي هڅې پيل کړي

author avatar
29 Mar 2020 - 18:12
طالبانو په ننګرهار کې تر خپل حاکميت لاندې ساحو کې د کرونا مخنيوي هڅې پيل کړي
author avatar
29 Mar 2020 - 18:12

جلال اباد (پژواک ۱۰ وری ۹۹): وسله وال طالبان وايي، د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې يې تر خپل حاکميت لاندې ساحو کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي لړۍ پيل کړې ده.

دوی وايي، د دوی تر حاکميت لاندې ټولو جوماتونو او مدرسو کې يې د ملا امامانو له لارې د کرونا مخنيوي د عامه پوهاوي اعلانونه هم کړي او دغه راز يې بروشرونه چاپ کړي او خلکو باندې يې تقسيموي چې د کرونا ناروغۍ او ترې د ځان ساتلو په اړه خبر شي.

د وري په ۱۰مه د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ اړوند د پټلو په کلي کې وسله والو طالبانو يو شمېر کليوال په يوه روغتيايي مرکز کې راټول کړي وم، هغوی باندې يې ماسکونه، دستکشې او صابونونه تقسيم کړل او هم يې ورته د کرونا د مخنيوي لارې چارې ور زده کړې.

دوی په دغه پروګرام کې د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) سيمه ييز استازی هم وربللی و او خلکو ته يې لارښوونه وکړه چې له ډلې ډلې ګرځېدو ډډه وکړي او دغه راز دې کرونا جدي وګڼي او ځانونه دې ترې وساتي.

د طالبانو تر ولکې لاندې په دغه دولتي کلينيک کې د وسله والو طالبانو سپين رنګه بيرغونه ځړول شوي و او دغه راز په لويه پرده باندې د اسلامي امارت په نوم د غونډې بېنر هم ځوړند شوی و.

د غونډې يوه تنظيموونکي او د ننګرهار لپاره د طالبانو د روغتيا مسئول مولوي فاتح وويل، د عامه پوهاوي کمپاين کې د کليو د جوماتونو، مدرسو او عامه غونډو له لارې خلکو ته د کرونا مخنيوي په اړه د چمتووالي پيغام رسوي.

هغه زياته کړه، دغه راز هڅه کېږي په خلکو صابون، ماسک او دستکشې هم ووېشي چې هغوی متوجه شي چې دا جدي ستونزه ده او ځانونه ترې وساتي.

دی وايي: ((په دې اساس د امارت اسلامي د مشرتابه له خوا موږ ته دا حکم وشو چې د خپل ولايت په ټولو ولسواليو کې د عامه پوهاوي سيار ټيمونه موظف کړئ، چې ټول خلک خبر کړي، دغه راز مو دلته د شېرزادو ولسوالۍ پټلو سيمه کې يو روغتيايي مرکز پرانيستی چې مشکوک ناروغان دلته قرنتين شي.))

د سيمي خلک که څه هم د وسله والو طالبانو له دغه پيل شوي کمپاين خوښ دي، خو لا هم هغوی د کرونا ويروس په اړه بې باوره دي او دا يوه دسيسه ګڼي.

د سيمې قومي مشر ملک سيد عمر په دې اړه وويل: ((دا خاوره د اسلامي امارت خاوره ده، موږ له الله تعالی مرسته غواړو چې موږ وساتي، نه به يې ان شاء الله دلته راولي او نه به دلته راشي.))

په شېرزادو ولسوالۍ کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي محمد ادريس هم له وسله والو طالبانو مننه وکړه چې په خپله سيمه کې يې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي دا کمپاين پيل کړی دی.

په روغتيايي مرکز کې له ولاړو ډاکټرانو سره د عامه پوهاوي دوه پاڼې تر سترګو کېدې چې يو يې د وسله والو طالبانو اړوند او بله يې هم د عامې وزارت اړوند پاڼې وې چې يوه يې په ساده تور او سپينه بڼه او بله يې هم په رنګه بڼه چاپ شوې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.