ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان دې د حکومت له خوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي ټيم سره خبرې وکړي”

“طالبان دې د حکومت له خوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي ټيم سره خبرې وکړي”

author avatar
29 Mar 2020 - 16:48
“طالبان دې د حکومت له خوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي ټيم سره خبرې وکړي”
author avatar
29 Mar 2020 - 16:48

مزارشريف (پژواک، ۱۰ورى ۹۹): د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان له طالبانو غواړي چې د افغان حکومت له خوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي ټيم سره دې خبرې وکړي.

دوی چې د وري په ۱۰مه، مزارشريف ښار کې راټول شوي وو، همدا راز يې په هېواد دننه له سياسي څېرو او ګوندونو څخه غوښتنه وکړه چې خپل شخصي اختلافات دې يوې خواته کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت دوه ورځې مخکې (د وري ٨مه) له طالبانو سره د سولې مذاکراتو پر مخ وړلو لپاره د ملي امنیت د مخکيني رئیس معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی وټاکه.

په دغه پلاوي کې فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بېګ، فوزیه کوفي، ضراراحمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او امین احمدي شامل دي.

خو وسله والو طالبانو پرون د حکومت له خوا د اعلان شوي مذاکراتي ټيم د غړو له ترکيب سره مخالفت وښود او وايي، دغه ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه جوړ شي، تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حکومت خپل ښه نيت ښکاره کړ او د سولې خبرو پيلېدو لپاره يې پلاوی اعلان کړ.

هغه زياته کړه، تر ډېره هڅه شوې چې دغه پلاوی ټول شموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.

د ده په وينا، اوس بايد طالبان له خپلو پلمو څخه تېر شي او د حکومت له خوا اعلان شوي پلاوي سره د سولې مذاکرات پيل کړي.

حديد وويل: (( افغانان تمه لري چې نور دا روان جنګ ختم شي، د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره له خبرو پرته بله هېڅ لار نشته؛ نو ښه به دا وي چې بين الافغاني مذاکرات پيل شي)).

هغه همدا راز د سولې له مذاکراتي ټيم څخه هم غوښتنه  وکړه چې د افغانانو سم استازيتوب دې وکړي.

د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې مشر حميد صفوت پژواک ته وويل، د افغان حکومت له لوري اعلان شوی پلاوی مناسب او د سولې خبرو لومړي پړاو پيلېدو لپاره مهم دی.

نوموړي وويل، دغه پلاوی حق نه لري چې د افغانانو د فردي ازاديو، د اساسي قانون د دويم فصل او همدا راز د تېرو دوو لسيزو پر لاسته راوړنو له طالبانو سره معامله وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.