منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د ختیځ په کچه د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابراتوار پرانيستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۰ وری ۹۹) : د ننګرهار ولايت  مرکز جلال اباد ښار کې د ختيځ زون په کچه د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابر اتوار پرانيستل شو، چې هره ورځ به په کې د شاوخوا سل تر شک لاندې کسانو معاینات کېږي.

د کرونا د تشخيص لابراتوار په پرانیسته کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيرزو، د دې ولايت د عامې روغتيا ريیس ډاکتر نصير احمد دراني او نورو ګډون کړی وو.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د کرونا د تشخيص لابر اتوار د ختيځ زون په کچه فعال شو، چې په کې هره ورځ به د دې ولايت په ګډون د لغمان، نورستان او کونړ ولايتونو تر شک لاندې سل کسانو معاينات تر سره شي.

نوموړي د عامې روغتيا له وزير څخه مننه وکړه، چې له کابل او هرات وروسته يې په ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابر اتوار پرانیسته او ډاډ يې څرګند کړ، چې په دې سره به په ختيځو ولايتونو کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص او کنټرول په برخه کې لازمې هڅې تر سره شي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيرزوالدين فيروز وويل، چې دغه لابر اتوار ختيځ زون لپاره بسنه کوي؛ که اړتيا وي؛ نو د دې لابراتوار ظرفيت به لوړ کړي او همدا راز اضافه معاينات به په کابل کې تر سره کيږي.

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص مرکز شتون نه درلود.

د یو بل خبر له مخې، د عامې روغتيا وزارت له لوري  د ننګرهار عامې روغتيا رياست اړوند د کرونا مرکز سره د ۹۶ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د ۶ وينټليټرو مرسته وشوه.

مرسته شوي دغه طبي وسایل نن  په رسمي ډول د دې ولايت والي شاه محمود مياخېل او د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نصير احمد دراني ته وسپارل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د عامې روغتيا له وزارت مننه وکړه، چې د کرونا مرکز سره يې د شپږ وينټليټرو ( د بېړنیو ناروغانو ددرملنې ځانګړې ماشین) مرسته وکړه.

هغه زياته کړه، چې هر وينټليټر شپاړلس زره امريکايي ډالر ارزښت لري، چې د دې په فعاليدو سره به په کرونا د اخته ناروغانو په ساتنه کې مرسته وشي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز وويل، چې له وينټليټرو څخه به د کرونا سختو ناروغانو ته کار واخیستل شي او ډاډ يې څرګند کړ، چې په دې برخه کې به دا مرکز لا ښه تجهيز شي، نوموړي همدا راز زياته کړه، چې دوه وينټليټرې لغمان او کونړ ولايتونو ته هم ورکړل شول.

د يادونې ده، چې له کابل او هرات وروسته ننګرهار درېيم ولايت دی، چې د وينټليټرو مرسته وشوه.

کرونا ناروغي چې لومړۍ په چین کې خپره شوه اوس د افغانستان په ګډون د نړۍ په ٢٠٠ هېوادونو کې خپره شوې، په افغانستان کې مخ په زیاتېدو ده او تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې، درې مړه او پنځه روغ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا