منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تورخم لارې د احتمالي خلاصون او د خلکو راتګ لپاره تدابير نيول شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۳ وری ۹۹):د ننګرهار ولايتي اداره وایي، د تورخم دروازې تر اټکليز خلاصون وروسته يې د خلکو او ټرانزيټ د تګ راتګ لپاره تدابير نيولي او هڅه کېږي چې د کرونا د نه انتقال مخه ونيول شي.  

دغه دروازه ۱۶ ورځې وړاندې پاکستانيو ځواکونو د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه تړلې خو د ننګرهار چارواکي وايي، هلته په ويزه تللي شاوخوا پنځه زره افغانان بند پاتې دي.  

دغه افغانان زياتره يې د کاروبار، درملنې او زده کړو په موخه پاکستان تللي و چې د تورخم دروازه پرې بنده شوه.

اوس تازه د ننګرهار ولايتي ادارې پرېکړه کړې چې د دغې لارې تر ممکنه خلاصون وروسته به راتلونکي کسان (ښځې، ماشومان او لويان) همالته په تورخم ښارګوټي کې له پنځلسو تر شلو ورځو په دې موخه قرنطين کېږي چې کرونا ناروغي انتقال نه کړي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د خلکو د قرنطين تر پرېکړې وروسته د ټولنيزو شبکو د کاروونکو د نيوکو په ځواب کې پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې که دا چاره ترسره نه کړي نو لکه د هرات به ننګرهار هم د کرونا ويروس په مرکز بدل شي ځکه پېښور کې هم د کرونا ويروس ګډ شوی او ښايي هلته شته مسافرين يې له ځان سره انتقال کړي.  

بل خوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل تورخم ښارګوټي کې يې د خلکو د قرنطين کېدو په موخه د کليو پراختيا رياست په همکارۍ ۱۰۰ خېمې انتقال کړي چې خلک په کې ځای پر ځای شي.

 دی زياتوي دغه راز د ننګرهار والي هلته د روغتيا، ښاروالۍ او امنيتي ادارو مسئولينو ته سپارښتنه کړې چې د خلکو د اوسېدو لپاره زمينه سازي وکړي.  

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچوونې خونې له لورې په يوې خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د تورخم او سپين بولدک د دروازو په تړل کېدو سره د افغان سوداګرو زرګونه لارۍ مالونه هغې غاړې بند پاتې دي.  

د دغې خونې په اعلاميه کې اندېښنه ښودل شوې چې د ټرانزيټ د لاريو په بند پاتې کېدو سره هره ورځ په هره لارۍ د ډيمرج په نوم اضافي لګښت راځي چې که وخت يې زيات شي د اموالو نرخونه لوړېږي او ښايي په بازارونو کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ شي.

خو د ننګرهار ولايت د مطبوعاتو دفتر په يوه خپره کړې اعلاميه کې هيله مندي ښودلې چې د تورخم دروازې پرانېستل کېدو هڅه يې پيل کړې دي.  

په دغه اعلاميه کې راغلي: (ننګرهار والي مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تورخم ښارګوټي له لارې د بار وړونکو موټرو د احتمالي پرانیستل کېدو په موخه لازم تدابير ونيسي.)

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي هم د تورخم له لارې د راتلونکو خلکو د قرنطين موضوع ته خوشبينه دي خو غوښتنه کوي چې بايد لازم ترتيبات ورته ونيول شي.  

مدني فعال برهان الدين سيرت پژواک ته وويل، هلته د پنځو زرو کسانو قرنطين د پنځه سوه زره کسانو ژوند ژغورلی شي خو بايد هغه خلک هم په داسې حالت کې وساتل شي چې تر يو حده ورته د ژوندانه لومړني سهوليتونه برابر شوي وي.  

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهېسې په جلال اباد ښار کې د خوراکي او درمليزو توکو له پلورنځيو پرته نورې ټولې هټۍ، هوټلونه، پارکونه او د ګڼې ګوڼې ځايونه تړل شوي او له تېرو دريو ورځو راهېسې جلال اباد ښار کې په ريکشا باندې هم ګرځبنديز لګېدلی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا