کابل(پژواک، ۱۳ وری ۹۹): د هوایې چلند ملکي اداره وایي، د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه له هرات څخه کابل او د هېواد نورو ښارونو ته د ملکي الوتنې به سر له سبا په لنډمهاله توګه وځنډول شي.
د کوید ۱۹ ناروغي یا کرونا ویروس د نړۍ ۲۰۱ هېوادونو ته رسېدلی.
د راپورونو له مخې په ټوله نړې کې له ۸۰۰ زرو ډېر کسان پر دې ناورغۍ اخته دي. له دې ډلې ۱۳۷ زره کسان بېرته جوړ شوي او له ۴۰ زره کسان یې وژلي دي.
په افغانستان کې تر اوسه ۱۹۶ کسان پر دې ناروغۍ اخته دي چې له دې ډلې پنځه بېرته جوړ او څلور ناروغان یې مړه کړي دي.
د ملکي هوایي چلند ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د کرونا ویروس د خپرېدو او مخنیوي په موخه له هرات څخه کابل او د هېواد نورو ښارونو ته د مسافرینو ملکي الوتنې به سر له پنجشنبې ورځې د ۱۳۹۹ کال د وري ۱۴ مې نېټې څخه تر امر ثاني پورې په لنډمهاله توګه ځنډول کېږي.
په خپرپاڼه کې راغلي:«د ټولو درنو هیوادوالو څخه غوښتنه کوو چې په هیواد کې د کوويډ ۱۹ ويروس خپریدو د مخنیوي لپاره د حکومت لخوا د ترسره شوي اقداماتو ته درناوی وکړي د امر ثاني پورې د سفر څخه مخنيوي وکړي.»
په خبرپاڼه کې راغلي دي،نظامي الوتنې، د تخنیکي ستونزو له امله د الوتکو ناسته، د کومکي موادو او مرستندويه پروازونه، کارګو او بار وړلو پروازونه او اضطراري پروازونه د دی محدوديت څخه معاف دي .
login or register a new account.