کابل (پژواک، ۱۷وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ناروغۍ له نویو ثبت شویو ۲۸ مثبت پېښو سره، هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار نن د وري په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ ۲۸ نوي پېښې ثبت شوی دي.
د ده د معلوماتو له مخې، له دغو ۲۸ پیښو څخه لس په کابل، اته په کندهار، درې په پکتیا، درې په بلخ، دوې په سمنګانو او یوه یوه پیښه په کاپیسا، تخار او زابل ولایتونو کې کې ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې دې سره په هېواد کې د ټولو مثبتو پيښو شمیر ۳۳۷ تنو ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کرونا ناروغې له امله اوه کسان مړه او دولس کسان روغ شوي دي
د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ شاوخوا ۲۰۱ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ یو میلیون او ۱۸۱ زره کسان اخته شوي او شاوخوا ۶۴ زره کسان مړه شوي دي. د راپورونه له مخې په ټوليزه توګه د کرونا له ناروغۍ شاوخوا ۲۴۵ زره کسان بیرته روغ او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
login or register a new account.