کابل (پژواک، ۱۸ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې تر اوسه په کابل کې د کرونا ويروس ٦٧ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ډېرى يې د پلازمينې په لويديځې برخې پورې اړوند دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ١٨مه کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ٣٦٧ مثبې پېښې ثبت شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې په يادو پېښو کې ٧٣ سلنه يې سړي او ٢٧ سلنه يې ښځې دي.
هغه د کره ارقامو له وړاندې کولو پرته وويل: ((په کابل کې د ثبت شويو پېښه ډېره برخه د پلازمينې لويديځې برخې (غرب کابل) پورې اړوند دي.))
مايار دا هم وويل چې په کابل کې د کرونا ويروس له امله د يوه ډاکټر مړينه د يوه شخصي روغتون د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي نور جزئيات وړاندې نه کړل خو زياته کړه: ((د دغه روغتون د شلو نورو ډاکټرانو نموني هم اخيستل کيږي او د چک لپاره لېږل کيږي.))
مايار وايي چې په بدخشان ولايت کې د يوه ځوان ځانه وژنه تر اوسه نه ده ثابته شوې چې د کرونا ويروس له امله رامنځته شوي وي.
له نن سهار راهيسې په خواله رسنيو کې داسې راپورنه خپاره شول چې د کرونا ويروس د مثبت ثابتېدو له امله يوه ځوان په بدخشان ولايت کې ځان وژنه کړې ده.
مايار زياتوي: ((ياد ځوان له ايران څخه راستون شوی و او د کرونا ويروس علايم یې هم درلودل خو لا يې د نمونې پايله نه ده راغلې چې مثبت دى او که منفي؟))
د يادونې وړ ده چې په ټول هېواد کې تر اوسه ۲۷۳۷ شکمنې پېښې ثبت شوي چې ۳۶۷ مثبت دي، اته تنه يې مړه شوي او ۱۸کسان نور بيا بېرته روغ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










