ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت: ١٤ تنه تر اوسه له کرونا ويروس څخه مړه شوي دي

د عامې روغتيا وزارت: ١٤ تنه تر اوسه له کرونا ويروس څخه مړه شوي دي

author avatar
7 Apr 2020 - 14:15
د عامې روغتيا وزارت: ١٤ تنه تر اوسه له کرونا ويروس څخه مړه شوي دي
author avatar
7 Apr 2020 - 14:15

کابل(پژواک، ۱۹ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر اوسه په هېواد کې له کرونا ناروغۍ څخه ١٤ تنه مړه شوي خو ٢٠ نور بيا بېرته جوړ شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال فدا محمد پيکان د وري په ۱۹ مه کابل کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ ٤٢٣ پېښې ثبت شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغو پېښو له ډلې څخه ٢٥٧ يې په هرات او ٧٣ يې په کابل او پاتې نور يې په نورو ولايتونو کې دي.

ده وويل: ((د کابل له ٧٣ پېښو څخه يو يې بهر ته د تللو تاريخچه لري نور ټول يې همدلته نيولي دي.))

د نوموړي په وينا د کابل په اړه کوم ارقام چې دوى اعلان کړي له دې څخه په کابل په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ډېر لوړ د‌ى.

ده زياته کړه: ((د کرونا ويروس په هېواد کې په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دى، خو خلک لا هم بې غوري کوي.))

پيکان نيوکه وکړه چې ځينې کسان د کرونا ويروس د نښو نښانو په درلودلو سره روغتون ته مراجعه نه کوي او ځينې نور بيا د مثبتو پېښو په درلودلو سره روغتون کې نه پاتې کيږي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې د کابل له ٧٣ مثبتو پېښو څخه يواځې درې په روغتون کې دي، پاتې نور يې بېرته کورونو ته ستانه شوي دي.

پيکان دا هم وويل چې په هېواد کې تر اوسه ١٤ تنه له کرونا ناروغۍ څخه مړه شوي او ٢٠ نور بيا بېرته روغ شوي دي.

له بله خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وایي، چې د ۱۴ لسو کسانو څخه څلور په هرات، درې په کابل،درې په بلخ دوه په ننګرهار او یوه یوه په تخار او دایکندی ولایتونو کې مړ شوي دي. 

دغه راز په ياده غونډه کې د ولسمشر سلاکار وحيد عمر وويل چې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ٧٧ ميليونه افغانۍ ځانګړي شوي دي.

خو دى وايي: ((اوسمهال د کرونا په اړه په هېواد کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او موږ په دې برخه کې ٢٧ ميليونه افغانۍ تر اوسه لګولي دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.