ژبه

د کرونا ناروغۍ له امله د بریتانیا د لومړي وزیر وضعیت خراب شو

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۹) : د کرونا ناروغۍ له امله د بریتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسون وضعیت خراب شوی او هغه یې د روغتون بیړنۍ څانګه کې داخل کړی دی.

د بوریس جانسون د کرونا ټسټ مثبت راغلی و او تر یوې اونۍ کورنی قرنطین څخه وروسته وړمه ورځ روغتون کې داخل کړی شوی و.

بریتانوي رسنیو خبر ورکړی چې بیګا د هغه وضعیت ناڅاپه خرابه شو او د روغتون په بیړنۍ څانګه کې یې داخل کړی دی، خو د هغه د وروستي روغتیايي وضعیت په اړه تراوسه راپور نه دی ورکړل شوی.

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجراییه رییس ډاکټر عبدالله د جانسون پر ناروغۍ اندیښنه څرګنده کړې او هغه ته یې د ژر رغیدا دعا کړې ده. 

د کرونا وبا چې په ډیرې تیزۍ په ټوله نړۍ کې خپره شوې، د عامو خلکو ترڅنګ د ګڼ شمیر هیوادونو چارواکي هم پرې اخته شوي دي.

تر اوسه دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۷۰ زره کسان وژلي او تر ۱۳ لکو ډیر پرې اخته شوي دي.

login or register a new account.