کابل(پژواک، ۲۰ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د اميري کمپلکس ٦،٢٥ سلنه روغتيايي کارکوونکي په کرونا ناروغۍ اخته دي نو له همدې امله يې فعاليت ځنډول شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت ویاند وحید الله مایار د وري په ۲۰ مه کابل کې د یوې خبري پر مهال وویل چې د اميري روغتون چارې به تر هغه ځنډول کيږي ترڅو د کرونا ناروغۍ له پلوه يې ټول کارکوونکي نه وي چک شوي.
په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو سره سم دغه شخصي روغتون ځينې اعلانونه خپاره کړل چې دوی د کرونا ناروغۍ د نمونې اخيستلو او چک کولو وړتيا لري.
خو د روانې اوونۍ په اوږدو کې د دغه روغتون يوه ډاکتر د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دې ترڅنګ د عامې روغتيا وزارت وايي چې دغه ډاکتر د ياد روغتون د مسوولينو بې پروايۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
وحيدالله مايار وايي چې د دغه روغتون ٦،٢٥ سلنه کارکوونکي په کرونا ناروغۍ اخته شوي او د نورو د اخته کېدو امکان يې هم شته دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه شخصي روغتون خلکو ته د درې زره افغانيو په بدل کې د کرونا ويروس معاينات ترسره کول چې په هېڅ صورت معياري نه وو.
خو امیري روغتون نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې روغتون اداره د عامه روغتیا وزارت ویاند دغه څرګندونې بې بنسټه بولي او وایي، د دې روغتون یوه ډاکټر حنیف الله حنیف چې د کرونا له امله ومړ، له هغې وروسته یې د روغتون ټول خدمتونه تړلي او کارکوونکي یې قرنتین کړي چې نن یې دریمه ورځ ده.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د ډاکټر حنیف الله حنیف ژوند د ژغورلو لپاره یې له هېڅ ډول درملنې او امکاناتو دریغ نه دی کړی او عامه روغتیا وزارت له دوی سره اړیکه نیولې چې د کرونا ویروس زیاتیدو په صورت کې به یې دا روغتون لومړی انتخاب وي.
د سرچیني په وینا:"د عامه روغتیا وزارت د امیري روغتون د کارکوونکو سمپلونه اخیسي خو تر ۷۲ ساعتونو وروسته یې بیا هم پایلې ورسره نه دي شریکې کړې؛ په داسې حال کې چې وزارت بې بنسټه وايي چې ددې روغتون ۶.۵ سلنه کارکوونکي په کرونا اخته دي."
دغه راز په ياده غونډه کې د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وويل چې د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې کېداى شي په پلازمينې کابل کې پر تګ راتګ محدويتونه ډېر شي.
د هغه په وينا، پر ګرځېدو د محدويت وضع کولو په موخه په کابل کې ١٦ سوه پوليس ګومارل شوي دي.
آرين دا هم وويل چې پر ګرځېدو د محدويت وضع کولو له امله په کابل ښار کې د جنايي جرمونو کچه هم ټېټه شوې ده.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا ويروس ٤٢٣ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ١٥ يې مړه شوي او ٢٠ نور بيا بېرته روغ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










