کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له ۳۷ نویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر ۵۲۱ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مایار وایي ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۶ نوې پېښې په کابل، اته په هرات، دوې په کندهار، دوې په لوګر، دوې په دایکنډي، دوې په تخار او یوه، یوه په بامیانو، پروان، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوي دي.
هغه تېره ورځ وېیلي و چې هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله ۱۵ کسان مړه شوي او ناروغانو له ډلې ۳۲ تنه روغ شوي دي.
د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښار کې خپور شو، اوس د نړۍ تر دوه سوه ډېرو هېوادنو ته خپور شوی دی. د نړيوالو سرچينو د تېرې ورځې د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندی یو نیم میلیو کسان اخته شوي او له دې ډلې شاوخوا ۸۹ زره کسان مړه شوي دي.
د تېرې ورځې د راپورونه له مخې، په ټوليزه توګه پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو شاوخوا ۳۲۰ زره کسان بیرته روغ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










