کابل(پژواک، ٢٣ وری ۹۹): د عامې ورغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناورغۍ ۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په هېواد کې د دې ناروغۍ شمېره ۵۵۵ ته لوړه شوه.
د عامې روغتیا وزارت ستر سلاکار وحید الله مجروح د وري په ۲۲ مه کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل چې په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۰ شکمنو پېښو له ډلې ۳۴ یې مثبت دي.
ده وویل چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ويروس ۴۰۹۰ شکمنې پېښې ثبت شوي چې ٥٥٥ يې مثبت دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په يادو ٣٤ پېښو کې اته يې په کابل، اته يې په هرات، پنځه يې په کندهار، څلور يې په بلخ، څلور يې په نيمروز، دوه يې په ميدان وردګو او يو-يو يې هم په غور، بادغس او بغلان ولايتونو کې ثبت شوي دي.
هغه دا هم وويل چې نن به په کابل ښار کې د کرونا د تشخيص په موخه ٢٢ ګرځنډه ډلې هم فعاليت پيل کړي.
هغه زياته کړه: ((دغه شان ګرځنده ډلو په هرات کې هم فعاليت پيل کړى و چې ښه پايله يې درلوده نو ځکه موږ په کابل کې هم دغه پروسه پيل کړه.))
مجروح له هغو کسانو چې د کرونا ناروغي لري غوښتنه وکړه چې په روغتونونو کې پاتې شي ترڅو ناروغي يې نورو کسانو ته سرايت ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې تر اوسه د کرونا ناورغۍ له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ نور بيا بېرته جوړ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










