کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۹): افغانستان که د نړیوالې سوداګرۍ خونه د کرونا له امله د کوچنۍ او منځنۍ کچې شرکتونو او د هغوی د کارکوونکو زیانمېدو اندېښمنه کړې اود ژغورلو په موخه یې په ملی او نړیواله کچه کمپاین پیل کړی.
د کرونا ویروس شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړی په چین کې خپور شو، خو اوس د نړۍ تر دوه سوه زیاتو هېوادونو کې خپور شوی دی. پر دغه ویروس په نړۍ کې شاوخوا یو عشاریه اووه میلیون تنه اخته شوي او له دې ډلې تر سل زره ډېر مړه شوي دي. افغانستان کې پر دغې ناروغۍ ۵۵۵ تنه اخته شوي، له دې ډلې ۱۸ مړه شوي او ۳۷ روغ شوي دي.
افغانستان که د نړیوال سوداګرۍ خونې په اعلامیه کې راغلي:"لکه څنګه چی تاسو ټول په جریان کی یاست، د کرونا ویروس (COVID-19) خپرېدل یو روغتیایی او اقتصادي بحران دی چې په ټوله نړۍ کې د خلکو په ژوند، معیشت، او د هغوی په اقتصادي فعالیتونو یې اغیزه کړی."
سرچینه لیکي چې د دی ناروغۍ طبیعی جوړښت ته په پام، کرونا ویروس هېڅ پوله نه پېژني او په اوسني وخت کی چې نړۍ د مالی او سوداګریز لېږد رالېږد په برخه کی تر بل هر وخت ډېره یو له بل سره تړلې ده، له دغې ناروغۍ سره د یو هېواد د مبارزه لپاره کړنې په نورو اغیزه کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې د سوداګرۍ نړیواله خونهد خصوصی سکتور د ملاتړې او استازې ادارې په توګه، افغانستان کې پر خلکو او سوداګرۍ د دغې ناروغۍ د ډېرو سختو او منفي اغیزو شاهده ده.
سرچینه زیاتوي چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو له املهد کوچنۍ او منځنۍ کچې شرکتونهاو کارکونکي یې او دغه راز هغه څوک چې آزادې دندې لري، سخت ځپل شوي دي.
سرچینه لیکي:"د دې ناروغۍ اقتصادي پایلو سره د مبارزې لپاره، په افغانستان کی د سوداګرۍ نړیوالې خونې،د"زموږ د کوچنۍ او منځنۍ کچې تجارتونه وژغورئ" تر عنوان لاندي ملی او بین المللی کمپاین پر لاره اچولی، تر څو د مشخصو اقداماتو په ترسره کولو سره د افغانستان حکومت، نړیوال سازمانونه، څو اړخیز پراختیایي بانکونه، د خصوصي سکتور بنسټونه او ملي او نړیوال شرکتونه د ګډې همغږۍ او همکارۍ له لارې په هېواد کې د کوچنۍ او منځنۍ کچې شرکتونه، د هغو کارکوونکی او نور بېوزله کسان وژغوری."
افغانستان که د نړیوال سوداګرۍ خونې، همدی موخی ته د رسېدو په موخه له اړوندو ادارو غوښتي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي، خو د کمپاین د څرنګوالي په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
دغې ادارې، د یادو شرکتونو او د هغوی د کارکوونکو د زیانمن کېدو په اړه یې هم جزییات نه دي ورکړي، خو د کار نړیوال سازمان وېیلی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په ډېرو هېوادونو کې خلک قرنطین دي، له امله یې شرکتونه تعطیل شوي او نږدې دوه سوه میلیونه کارګر وزګار شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










