ژبه

بې پولې ډاکټران: د کرونا له امله رامنځته شوي سخت حالت کې باید افغانستان هیر نه شي

کابل (پژواک، ۲۴ وری۹۹) : افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو استازی وایي، که څه هم ډیری هیوادونه د کرونا له وبا کړیږي ، خو افغانستان باید په دې سخت وخت کې هیر نه شي. په دغه هیواد کې باید لا ډیر کار وشي څو د دغه ویروس اغیز محدود شي.

د پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان لخوا د وري په ۲۴مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلی، د افغانستان خلک د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې اساسي رول لري او باید ددغه ویروس پر وړاندې ددوی د ټولیز ځواب په سر کې قرار ولري.

سرچینې زیاته کړې، ، افغانستان چې روغتیايي سیستم یي د دوامدارو جګړو له امله سخت زیانمن شوی د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له پام وړ خنډونو سره مخ دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مبارزه د دغې وبا ماهیت ته په کتو لا پیچلی ښکاري ځکه دغه وباپه ورته وخت د نړۍ ډیرۍ هیوادونه متاثره کړي چې اغیز یې  د شخصي محافظتي تجهیزاتو او بشري منابعو په ګډون په طبي اکمالاتو لا ډیریږي.

افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو استازی جولیان رایکمن وایي:" موږ د افغانستان له خلکو غواړو چې له خپل ځان او کورنیو په ځانګړي توګه د کورنۍ هغه غړي چې ډیرزیانمنوونکي دي لکه مشران او هغه چې مزمن او شدید ناروغۍ لري پوره ساتنه وکړي.باید په خپلو منځونو کې واټن وساتي ، د لاس ورکولو او روغبړ څخه تر ډیره ډډه وکړي، خپل لاسونه باید بار بار ومینځي. مونږ دغه ویروس نشو درولای، ځو کولای شو د دغه ویروس د چټک ځپریدو مخه ونیسو او په دغه ویروس د ډیرو خلکو د اخته کیدو وساتو. ټول خلک دا چې څنګه خپل ځانونه او خپلې کورنۍ له دغه ویروس څخه د اخته کیدو وساتي پوره باخبروي. مونږ هر یو باید د دغه ویروس پر وړاندې  خپل رول ترسره کړو. هر نوی کس چې پدغه ویروس اخته کیږينه یواځې یوه نوې مثبته پېښه ده بلکې د خپریدو لړۍ کې یو احتمالي ځنځیر جوړوي. "

یاد سازمان ویلي، آن په نورمالو وختونو کې هم، افغانان لومړنیو او عاجلو طبي مراقبتونو ته د لاسرسۍ لپاره لاس او پښې وهي ځکه ډیرۍ روغتیایي مرکزونه د روغتیایي کارکوونکو او تجهیزاتو چې دوی ورته اړتیا لري له کمښت سره مخ دي.

افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو استازی وایي، سره له دې چې ډیرۍ هیوادونه له دغې وبا کړیږي افغانستان باید هیر نکړای شي. په دغه هیواد کې باید لا ډیر کار وشي څو د دغه ویروس اغیز محدود شي.

هغه زیاته کړې، "د بې پولې ډاکټرانو په توګه، زمونږ لومړیتوب زمونږ په روغتونونو کې د خپلو کارکوونکو او ناروغانو خوندیتوب دی څو یقیني کړو چې زمونږ فعالیتونه د کرونا ویروس خپریدو سره سره د امکان ترحده دوام ولري. مونږ ته د ټولو کارکوونکو خوندیتوب په ځانګړي توګه هغه کارکوونکي چې د عمر او روغتیا له نظره زیانمنوونکي دي ډیر اهمیت لري. مونږ پدې برخه کې یو لړ اقدامات ترسره کړي څو هغوی خوندي شي لکه له هغوي مو غوښتي چې له کوره خپلو کارونو ته دوام وکړي، دغه راز مو په خپلو روغتیايي مرکزونو کې خپل روغتیايي کارکوونکو ته شخصي محافظتي تجهیزات، او د دغه ویروس باندې له اخته کیدو سره د مخنیوي او کنټرول په پار اقدامات ترسره کړي دي."

login or register a new account.