منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۹ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شپږو ورځو مخکې په پرتله له کرونا د روغو شویو کسانو شمېر ۵۵ سلنه لوړ شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک۲۴ ورى ٩٩): د تېرو شپږو ورځو مخکې مودې په پرتله د نړۍ په کچه په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۴۷ سلنه، خو له دغې ناروغۍ د روغو شویو کسانو شمېر ۵۵ سلنه لوړ شوی دی.

د کرونا ویروس ناروغي شاوخوا څلور میاشتې مخکې په چین کې خپور شو، خو اوس د نړۍ تر دوه سوه ډېرو هېوادونو کې خپور شوی دی.

د ورلډاومېټر(Worldometers) وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د روانې وري میاشتې تر ۱۷ مې، په ټوله نړۍ کې څه باندې یو عشاریه دوه میلیونه خلک په کرونا ناروغۍ اخته شوي وو او له دې ډلې نږدې ۶۹۵۰۰ تنه مړه او نږدې ۲۶۵ زره بېرته روغ شوي وو.

د راپورونو له مخې، تر نن پورې پر کرونا د اخته کسانو شمېر څه باندې یو میلیون او ۷۶۹ زره تنو، له دې امله د مړو شویو شمېر ۱۱۰ زره تنو او له دې ناروغۍ د روغو شویو کسانو شمېر څه باندې ۴۱۱۵۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

دغه شمېرې ښیي چې په تېرو شپږو ورځو کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۷ سلنه، خو په کرونا له اخته کسانو د روغو شویو تنو شمېر ۵۵ سلنه لوړ شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس خبر ورکړی چې د کرونا ویروس په اروپا کې ۷۵ زره تنه، په امریکا کې له ۲۱ زره ډېر او په نورو هېوادونو کې شاوخوا ۱۴ زره کسان مړه کړي دي.

په افغانستان کې تراوسه ۶۰۷ کسان په یاده ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۱۹ تنه مړه او ۳۸ تنه روغ شوي دي.

پژواک خبري اژانس ته د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحید مایار نن په ځانګړې مرکې کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې که هېوادوال همکاري وکړي، نو افغانستان کې د کرونا ناروغي خطرناک پړاو ته نه رسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا