کابل(پژواک، ۲۴ وری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناورغۍ ۵۲نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي چې له دې سره په هېواد کې د دې ناروغۍ شمېره ۶۰۷ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۲۴ مه کابل کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.
مايار وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۵۲نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د يادو پېښو له ډلې څخه ٢٨ يې په کابل، اته يې په کندهار، اوه په هرات،څلور په بلخ، دوه په باميان او يوه يوه پېښه هم په ننګرهار، هلمند او پکتيا ولايتونو کې ثبت شوي دي.
مايار ډاډ ورکړ چې له کرونا ناروغۍ څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې لوړيږي او په روانې اوونۍ کې به ډېر شمېر کسان له دغې ناروغۍ څخه بېرته ښه شي.
نوموړي دا هم وويل چې د کرونا ويروس د تشخيص لپاره د کابل ښار په بيلابيلو سيمو کې دوى ګرځنډه ډلې ځاى پرځاى شوي دي.
نوموړي وويل: ((په کابل او نورو ولايتونو کې پر ګرځېدو بنديز ښه پايلې درلودې او د کرونا په مخنيوي يې ښه رول لوبولاى دى.))
د يادونې وړ ده چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا څه باندې درې زره شکمنې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېرې څخه ۱۹يې مړه شوي او ۳۸نور بيا بېرته روغ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










