منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۹ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د پولیسو روغتون کې هم د “کرونا” لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹): کابل کې د پوليسو روغتون کې له کرونا ویروس سره د مبارزې ځانګړې خونه جوړه شوې او په دغه روغتون کې پر کرونا د اخته کسانو لپاره سل بستریزه څانګه ځانګړې شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي نن کابل کې د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې له یادې خونې ليدنه وکړه.

سرچینه زیاتوي چې په دغې خونه کې به د متخصصو ډاکټرانو يوه ډله د پوليسو په ليکو کې د کرونا له پېښو څارنه او د اړتیا په وخت کې بیړنۍ کړنې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پوليسو په روغتون کې دا مهال يوه ۱۰۰ بستريزه ځانګړې برخه يوازې د پوليسو په ليکو کې د کرونا د احتمالي پېښو د درملنې لپاره فعاله ده.

سرچينه زياتوي، دغه وزارت تر دې مهاله په ټول افغانستان کې د پوليسو د وقايوي تدابيرو لپاره ۷۰ ميليونه افغانيو په ارزښت اړین توکي وېشلي، تر څو پولیس د خلکو د ژغورنې تر څنګ خپلې روغتیا ته هم پام وکړي.

د کورنیو چارو وزارت نه دي وېیلی چې تر اوسه پولیس د کرونا په ناروغۍ اخته شوي که نه.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه افغانستان کې ۶۰۰ د کرونا ناروغۍ مثبت پېښې ثبت شوي دي. سرچینه زیاتوي چې له دغو ناروغانو تر اوسه ۱۸ تنه مړه او ۳۸ نور بېرته روغ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا