کابل(پژواک, ۲۵وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه د مړو شمیر هم ۲۱ تنو ته رسیږي.
دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۲۵ مه کابل کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.
ده وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۶۶۵ ته لوړیږی.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۳۸ کسان بیرته روغ شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۲۸ یې په کندهار، ۱۳ یې په کابل، اووه یې په هلمند، شپږ یې په نيمروز، درې یې په تخار او يوه یې هم په کندوز ولايتونو کې ثبت شوي دي.
مايار وايي چې په کندوز ولايت کې به د کرونا ويروس د تشخیص لپاره ژر تر ژره يو نوی لابراتوار هم په فعالیت پیل وکړي.
د يادونې وړ ده چې تر هرات او کابل ولايتونو وروسته په کندهار دې تر اوسه د کرونا ويروس ډېری مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










