منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عامې روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۴۹ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل(پژواک, ۲۶وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۹ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه د مړو شمیر هم ۲۳ تنو ته رسیږي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۲۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۷۱۴ ته لوړیږی.

هغه زیاته کړه تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۴۰ کسان بیرته روغ شوي دي چې نوی دوه روغ شوي کسان يو یې په کابل او بل یې په فارياب کې دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۱۸ یې په کابل، ۱۵ یې په کندهار، شپږ یې په بلخ، څلور یې په هرات، څلور یې په غزني او دوه یې هم په ننګرهار ولايت کې دي.

ده زیاته کړه چې له کرونا ویروس څخه تر اوسه په هېواد کې ۲۳ کسان مړه شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په هرات کې ۲۸۴، په کابل کې ۱۷۸ او په کندهار ولایت ۷۵ ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پنجشېر او نورستان ولایتونو تر اوسه د کرونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا