کابل (پژواک،۲۶ ورى ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمیره ۱۲۰ زرو ته رسیدلې او نږدې دوه میلیونه پرې اخته شوي دي.
د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ یو میلیون او۹۰۰ زره کسان اخته شوي دي.
دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ زره مړه شوي چې ډیری یې اروپایي هیوادونو او امریکا کې دي.
د امریکا د جان هاپکن پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې۴۵۱ زره کسان بیرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته او مړه شوي، هلته تر ننه پورې۵۸۷ زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی اوڅه دپاسه ۲۳۶۰۰ زره کسان مړه شوي دي.
دغه راز په هسپانیا کې ۱۷۰ زره پرې اخته او۱۷،۵ زره مړه شوي دي، په ایټالیا کې ۱۶۰ زره کسان پرې اخته او شل زره ترې مړه شوي دي، په جرمني کې ۱۳۰ زره زره پرې اخته او۳۲۰۰ تنه مړه شوي دي، په فرانسه کې ۱۳۷زره کسان پرې خته او۱۵ زره مړه شوي ، په انګلستان کې ۸۸ زره اخته او ۱۱ زره مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۳۴۰۰ مړه شوي ، په ایران کې ۷۳ زره پرې اخته او ۴۵۰۰ مړه شوي دي، په پاکستان کې ۵۷۰۰ زره کسان پرې اخته او ۹۶ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۱۰ زره پرې اخته او ۳۵۸ تنه مړه شوی دي.
په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۷۱۴ کسان پرې اخته او ۲۳ تنه مړه شوي دی،.چې ډیری یې هرات ، کابل او کندهار کې دي.
login or register a new account.