منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۹ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کرونا ناروغۍ یو اخته تن د سرپل له ولایتي روغتون نه تښتېدلی دی

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۸ کتنې

سرپل (پژواک، ۲۶وری۹۹): د سرپل د عامې روغتیا ریاست وایي، یو ۱۸ کلن ځوان چې په کرونا ناروغۍ اخته و، نن سهار د دغه ولایت له ولایتي روغتون څخه تښتېدلی دی.

د سرپل د عامې روغتیا رییس ډاکټر نوراحمد اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د عبدالرحیم په نوم یو تن چې ۱۸ کاله عمر لري، او په کرونا ناروغۍ د اخته کېدو له امله د سرپل په ولایتي روغتون کې بستر و، نن له غرمې مخکې به نهو بجو له دغه روغتون څخه تښتېدلی دی.

د اسحاقزي په وینا، عبدالرحیم چې له شلو ورځو راهیسې په دغه روغتون کې قرنطین و، نن یې د خونې د کړکۍ ښيښه ماته کړې او له روغتون څخه تښتېدلی دی. 

د هغه په وینا، امنیتی ځواکونو ته یې خبر ورکړی او دغه ځواکونه تښتېدلی کس تعقیبوي.

ډاکټر اسحاقزي، له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې د دغه تښتېدلي تن په نیولو کې له عامې روغتیا سره مرسته وکړي، تر څو کرونا ناروغي نورو ته ونه لیږدوي او قرنطین شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا