منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۹ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرونا مثبتو پېښو له ډېرېدو سره کندهار ښار بشپړ قرنطین شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کندهار (پژواک،۲۷ وری ۹۹): له هغه وروسته چې په کندهار کې د کرونا وایرس مثبتې پېښې ۹۰ ته ورسېدې، د کندهار ښار د بشپړ قرنطین کولو پرېکړه وشوه.

تر دې وړاندې کندهار ښار ۷۵ سلنه قرنطین و خو له دې سربېره په دې ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي.

په همدې بنسټ له کرونا وایرس سره د مبارزې ولایتي کمېټې سر له نن څخه د کندهار ښار د بشپړ قرنطین کېدو پرېکړه وکړه څو د دغه وایرس د خپرېدو مخنیوی وشي.

د کندهار والي حیات الله حیات پژواک خبري اژانس ته وویل، له نن (چهارشنبې) څخه به د ورځې له خوا کندهار ښار بشپړ قرنطین وي خو یوازې د شپې له پلوه به په داسې توګه چې ګڼه ګوڼه جوړه نه شي د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه پرانیستی وي.

هغه زیاته کړه، کرونا وایرس په ټولنه کې ورځ تر بلې په بې سارې توګه خپرېږي او تر دې مهاله په دې ولایت کې د دغې ناروغۍ ۹۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دی وايي، د دغې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار قرنطین دی چې باید په بشپړه توګه عملي شي.

ده وویل: ((له کرونا وایرس سره د مبارزې کمېټې د پرېکړې له مخې به د ورځې له پلوه ښار په بشپړه توګه قرنطین وي، یوازې به روغتونونه، درملتونونه او نانوايانې پرانیستې وي، خو د شپې له ۱۲ بجو بیا د سهار تر ۶ بجو ښار د ټولو اصنافو پر مخ پرانیستی وي، څو د ګڼې ګوڼې مخنیوی شوی وي او خلک یوازې خپلې اړتیاوې رفع کړي.))

خو ده ټینګا وکړ چې خلک باید د کرونا د مخنیوي وقایوي تدابیر پر ځان عملي کوي، ماسک او دستکش به کاروي، د لاسونو د پاک ساتلو لپاره به ځانګړې مایع یا صابون کاروي، ټاکل شوی واټن به مراعتوي، د ګڼې ګوڼې مخنیوی به کوي او په موټر کې به د چلوونکي په ګډون یوازې څلور تنه سپرلۍ انتقالېږي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر پاسوال رحمت الله اطرافي پژواک خبري اژانس ته وویل، پولیس په کندهار ښار کې د بشپړ قرنطین په برخه کې جدي دي څو په دې توګه د دغې ګواښوونکې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه، د ورځې له پوله یوازې روغتیاپالان، نظامي کارکوونکي او منسوبین، د دفترونو کارکوونکي او خبریالان د تګ راتګ اجازه لري خو نورو ته به تګ راتګ اجازه نه وي.

نوموړی پر خلکو غږ کوي چې قرنطین په بشپړه توګه عملي کړي او د خپلو ځانونو، کورنیو او ټولنې د خوندیتوب په موخه په خپلو کورونو کې پاتې شي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې پولیس به د خوراکي توکو د بیو په کنټرول او د احتکار په مخنیوي کې هم له ښاروالۍ او اړوندو نورو ادارو سره مرسته کوي.

بل خوا د کندهار ښار اوسېدونکي وايي چې ډېری خلک بې وزلي دي او وار له مخه ۷۵ سلنه قرنطین سخت ځپلي دي، که سل سلنه کرنیتن پلی کېږي نو د هغوی ستونزې به لا ډېرې شي.

۳۴ کلن سردار محمد یو له دغو کسانو دی چې وايي، د خپلو اولادونو د نفقې لپاره په کندهار ښار کې ټکسي چلوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل. ((ټکسي د بل چا دی خو زه یې په ډرېورۍ چلوم، د میاشتې ۱۰ زره افغانۍ یوازې د ټکسي مالک ته ورکوم، که ښار وتړل شي نو زه به دا پیسې څنګه پیدا کوم؟ اولادونه به مې څه خوري؟))

هغه وايي، په کار ده چې دولت په دغسې حالت کې د بې وزلو مخنیوی وکړي.

 

د عبدالولي په نوم د کندهار ښار بل تن اوسېدونکی هم ورته څرګندونې کوي او وايي، له یوې خوا د کندهار ښار د قرنطین خبرې کېږي او له بلې خوا یوه بوجۍ اوړه چې پخوا په زر افغانۍ و، اوس دوه زره افغانیو ته پورته شوي دي، تاسې ووایاست په داسې به موږ څه کوو؟

خو د کندهار والي وايي چې له بې وزلو او اړو خلکو سره د مرستې په موخه یې یو میکانیزم جوړ کړی چې له مخې به یې په شفافه توګه تر ټولو غریبو او بې وزلو کورنیو پورې مرستې ورسېږي.

هغه زیاتوي، د دې لپاره چې مرستې تر اړو کورنیو په سمه توګه ورسېږي د هرې سیمې د جوماتونو ملاامامانو ته یې دنده سپارلې څو د خپلو اړوندو سیمو بې وزلي کورنۍ په نښه کړي څو مرستې د هغوی په لاس ور رسوي.

د کندهار والي له مرستندویه ادارو، شتمنو هېوادوالو او خیریه بنسټونه وغوښتل چې د سروې او مرستو د وېش پر مهال له ولایتي ادارې همغږي شي څو یوه کس ته څو ځله مرستې و نه وېشل شي او مستحق کسان له مرستو پاتې نه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا