منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۰ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار په لابراتوار کې د کرونا وایروس د تشخیص کيټونه خلاص شوي

پژواک خبري اژانس
· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۷ وری ۹۹): په کندهار کې د سوېلي زون په کچه په ریفرنس لابراتوار کې د کرونا وایرس د معایناتو کیټونه خلاص شوي او د ناروغانو د تشخیص چارې په ټپه درېدلې دي.

د دغه لابراتوار کیټونه داسې مهال خلاصېږي چې په دې ولایت کې د کرونا وایرس مثبتې پېښې په ډېرېدو دي او تر دې مهاله ۹۰ پېښو ته رسېدلي دي.

دغه لابراتوار تېره اوونۍ د عامې روغتیا د وزیر له خوا پرانیستل شو چې د کندهار تر څنګ د هلمند، ارزوګان او زابل د کرونا ناروغانو بېلګې په کې تشخیص کېږي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه د کندهار په حوزوي ریفرنس لابراتوار کې د کرونا وایرس د تشخیص کيټونه خلاص شوي او دوی یې له جدي ننګونې سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه، ان تېره اوونۍ یې له عامې روغتیا وزارت او نړیوال روغتیايي سازمان له ولایتي او مرکزي چارواکو سره ستونزه شریکه کړې او له هغوی یې کیټونه غوښتي خو تر اوسه یې نه دي تر لاسه کړي.

دی وايي، په داسې حال کې چې په دې ولایت کې د کرونا پېښې ۹۰ ته رسېدلي او لا هم د ډېرېدو په حال کې دي، د کرونا د تشخیص د کيټونو خلاصېدل جدي ستونزه ده.

د ده په خبره، له ګڼو مشکوکو ناروغانو یې بېلګې اخیستې خو دا چې کيټونه نشته، د معایناتو او تشخیص چارې نه شي ترسره کولای.

نوموړی له عامې روغتیا او وزارت او نړیوال روغتیايي سازمان څخه غوښتنه کوي چې هر څه ژر د کرونا وایرس د تشخیص کيټونه د کندهار د عامې روغتیا ریاست په واک کې ورکړي.

نادري په کندهار کې د کرونا وایرس د ناروغانو د ډېرېدو په اړه وویل، له بده مرغه خلک بې پروايي کوي او له عامې روغتیا ریاست سره د دغې ګواښوونکې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته نه کوي.

دی وايي، ډېری ناروغان چې بېلګې یې مثبتې دي، دوی ته ناسم ادرس ورکوي او ناسمې شمېرې ورکوي چې دوی یې په پیدا کولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د ده په خبره، همدا اوس هم په ټولنه کې ګڼ د کرونا وایرس ناروغان پټ دي چې د ټولو خلکو روغتیا یې له ګواښ سره مخ کړې ده.

نادري وايي: ((د اټکل له مخې که کندهار نفوس ۳ میلیونه تنه وي نو ۲۴ سوه زره به یې په کرونا وایرس اخته شي چې ۴۰۰ سره به بسترېدو ته اړتیا ولري او ۱۰ زره تنه به له بد روغتیايي وضعیت سره مخ شي.))

هغه پر خلکو غږ کوي چې کرنتین په بشپړه توګه مراعات کړي او ټول وقایوي تدابیر عملي کړي کنه نو یو لوی ناورین به رامنځ ته شي.

د کندهار د حوزوي ریفرنس لابراتوار کار کوونکو پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی ته ۳۰۰ کیټونه ورکړل شوي وو چې د کندهار په ګډون د سوېلي زون د مشکوکو ناروغانو د تشخیص لپاره وکارول شول چې له منځ څخه یې لسګونه پېښې مثبتې وې.

هغوی وايي، اوس چې کيټونه خلاص شوي نو د دوی کار هم په ټپه درېدلی دی.

بل خوا د کندهار اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې چې په دې ولایت کې د کرونا وایرس د چټکې خپرېدا په حال کې دی، د کرونا ناروغۍ د تشخیص د کیټونو خلاصېدل او د دغې ناروغۍ د ناروغانو د مراقبت لپاره د اسانتیاوو نشتوالی یو جدي ګواښ دی.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي شېر احمد چې د کرونا ناروغۍ ټیسټ یې مثبت شوی، پژواک ته وویل، له یوې خوا د ناروغانو د بېلګو تشخیص په ځنډ ترسره کېږي او له بلې خوا اورو چې د تشخیص کيټونه خلاص شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په خپله د ده پایله څو ورځې وروسته معلومه شوه چې له امله یې هم دی او هم د کورنۍ نور غړي په دې ناروغۍ اخته شوي او اوس د کندهار ښار د کرونا ناروغانو په ځانګړي روغتون کې بستر شوي دي.

دی وايي، د ناروغانو ژر تشخیص مرسته کوي چې اخته شوی کس ژر تر ژره وپېژندل شي او له هغه څخه نور په دې ناروغۍ اخته نه شي.

دی له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې د کرونا د تشخیص او ناروغانو د څارنې او درملنې اسانتیاوې ډېرې کړي څو د دغې ناروغۍ مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې د کرونا د پېښو له ډېرېدو سره کندهار ښار په بشپړه توګه کرنتین شو.

چارواکي وايي، د کرونا د مخنیوي لپاره ټولې هڅې کوي او د دې ولایت لپاره د ولسمشر له خوا د ۱۰۰ میلیونه افغانیو ځانګړې شوې بودیجې ۸۰ سلنه له کرونا وایرس سره د مبارزې په برخه کې بر تجهیزاتو لګوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا