کابل(پژواک, ۲۷ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۳۱ یې په کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۲۷ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۷۸۴ ته لوړیږی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۳۱ یې په کابل، ۲۲ یې په هرات، درې یې په کندهار، درې په غزني، دوه یې په میدان وردګو، دوه یې په کونړ، دوه یې په ننګرهار، دوه یې په نیمروز او یو یو هم په فاریاب، بغلان او ارزوګان ولایتونو کې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۷۸۴ مثبتو پیښو څخه ۳۰۶ یې په هرات، ۲۰۹ یې په کابل، ۹۳ یې په کندهار، ۳۵ یې په نیمروز، ۲۷ يې په بلخ، ۱۳ یې په غزني، لس يې په پکتیا، نهه یې په ننګرهار، نهه يې په هلمند، اته یې په لوګر، اووه یې په دایکندي، اووه یې په تخار، شپږ یې په فراه او شپږ یې په سمنګان، ولایتونو کې ثبت شوي دي.
دغه راز د کرونا ویروس پنځه ـ پنځه پېښې په بامیان، بغلان، فاریاب او میدان وردګ، درې ـ درې په کندوز، بامیان، زابل، غور او بادغیس، دوه ـ دوه په کونړ او کاپیسا او په پروان، بدخشان، سرپل، اروزګان او پکتیکا ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر پرونه له کرونا ویروس څخه په هېواد کې ۲۳ کسان مړه شوي او ۴۰ نور بیا بیرته جوړ شوي دي.
په دې اړه نوي جزییات وروسته خپریږي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په هرات، کابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پنجشېر او نورستان ولایتونو تر اوسه د کرونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










