منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۰ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ډېر ژر به افغانستان کې د عفونت ضد توکیو د تولید کار پیل شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک ۲۷وری ۹۹):حکومتي چارواکي وایي، د پراختیایي پروژو پیسې به هم له کرونا سره په مبارزه کې ولګول شي او ژر به هېواد کې د عفونت ضد توکیو د تولید کار هم پیل شي.

ولسي جرګې نن د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز او د ولسمشر سلاکار او له کرونا ویروس سره د مبارزې کمېټې مشر وحید عمر ورغوښتي وو، تر څو له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په اړه معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې ځینو غړو له دغې ناروغۍ سره د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه، ویې ویل چې په روغتیایي مرکزونو کې اړین امکانات نه شته او دغه ستونزه د دې لامل کیږي چې هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شي.

هغوی وېیل چې حکومت باید پر کرونا اخته کسانو او دغه راز خلکو ته د اړینو توکیو په رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه افغانستان کې ۷۸۴ د کرونا مثبت پېښې ثبت شوي او نن تر سهاره له دې ډلې ۲۳ تنه مړه او ۴۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز، د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې، د دغې ناروغۍ ناوړه پایلې ګواښوونکې وبللې، ويې ویل:"په کمو وړتیاوو سره هڅې کوو، خو که خلک پاملرنه ونه کړي فاجعه به رامنځته شي، چیغې وهم، هیله کوم او زارۍ کوم چې په کورونو کې پاتې شئ او د ډاکټرانو توصیې عملی کړئ."

هغه د ولسي جرګې غړو ته وویل:"تاسو د خلکو استازي هم د ډاکټرانو سپارښتنې په پام کې نه نیسۍ، له یو بل سره نږدې ناست یاست، شخصي قرنطین نه مراعات کوۍ ... دغه حالت به په جرګه کې ستونزه رامنځته کړي."

هغه له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د حکومت کړنې یادې کړې، زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکې کې به هېواد کې د عفونت ضد توکیو تولید پیل شي، په دې برخه کې به د خلکو اړتیا پوره شي او دغه توکي به په ارزانه بیه تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بازارونو کې اوس د دغو توکیو بیې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې مودې په پرتله څو برابره لوړې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د ماسکونو او له کرونا ویروس د ساتنې بنډلونو د تولید فابریکې هم کابل کې په کار پیل وکړ.

د ولسمشر سلاکار وحید عمر، د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې تر اوسه درې عشاریه پنځه میلیارده افغانۍ له کرونا سره مبارزې ته ځانګړي او اجرا شوي دی.

دی وایي، په پام کې ده چې سبا کابینه هغه طرحه هم تصویب کړي چې له مخې به یې د پراختیایي پروژو پیسې هم له کرونا سره په مبارزه کې ولګول شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له یادو درې عشاریه پنځه میلیارده افغانیو، شاوخوا یو عشاریه اته میلیارده ولایتونو ته استول شوي او شاوخوا یو عشاریه دوه میلیارده د عامې روغتیا وزارت لګولي دي.

د هغه په وینا، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د پراختیایي پروژو د پیسو لګولو طرحه به د تصویب لپاره ملي شورا ته واستول شي.

د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني، له کرونا سره د مبارزې په برخه او دغه راز په دې برخه کې د پیسو په لګولو کې پر روڼتیا د ټینګار تر څنګ وویل چې د خلکو د ځان ساتنه د حکومت له بنسټیزو مسوولیتونو څخه ده او باید حکومت په دې برخه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا