منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۸ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یونیسف په افغانستان کې د کرونا مخنيوي په موخه له ولايتي مسوولينو سره همغږي رامنځته کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

مهترلام (پژواک ۲۷ وری ۹۹): په افغانستان کې د يونيسف ادارې مرستياله شيما سين ګوپتا وايي، هڅې يې پيل کړي چې دغه هيواد کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د ولايتونو د مسولينو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

میرمن ګوپتا دا څرګندونې پرون د لغمان له والي محمد اصف ننګ سره په مهترلام ښار کې د ليدنې پر مهال کړې دي.

د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه د وري په ۲۷مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان والي او د هېواد په کچه د یونیسف ادارې مرستیالې په دې ولایت کې د کرونا ویروس سره د ګډې مبارزې په لارو چارو خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د يونيسف مرستيالې شيما سين ګوپتا لغمان والي ته د خپل سفر په اړه هر اړخيزه معلومات ورکړل. نوموړې وويل يونيسف له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې کمک او همکاري ترسره کوي، ترڅو په دې هېواد کې د ولسونو ستونزې راکمې شي.

هغې زیاته کړې،  غواړي، چې د لغمان ولايتي ادارې سره د تعليم، کرونا ويروس د مخنيوي او خوراکي توکيو په برخه کې خپله همکاري نوره هم غښتلې کړي. شيما وویل، ددې سفر موخه یې هم همدا ده چې ترڅو څنګه وشي کړای د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له ولایتي مسوولینو سره د چارو بهبود او هماهنګۍ کې برخه وال شي.

نوموړې دغه راز زده کوونکو ته د زده کړو د استانتیاوو په لارو چارو هم د لغمان والي سره معلومات شریک کړل.

بلخوا د يونيسف د هماهنګۍ د برخې مسوول مصطفی بن مسعود وويل هڅه به وکړي، چې د دې ولايت روغتيا پالانو سره د کرونا ویروس د مخنيوي په برخه کې هم همکاري ترسره کړ.

 ورپسې په ختيځ کې د يونيسف د روغتيا مسوول نافع کاکړ وويل د عامې روغتيا رياست د مبليغينو او د ټولنې له رضاکارنو سره په ګډه کار کوي، ترڅو د ټولنې ټولو خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کرونا ویروس د مخنیوي عامه پوهاوی لا زیات وشي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړ چې هڅه به وکړي ترڅو د سیمه ییزو رسنیو له لارې د لغمان لرو پرتو سیمو ته هم د عامه پوهاوي چارې ورسیږي.

په ورته مهال لغمان والي محمد اصف ننګ وويل په دې ولايت کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاين په ښه ډول ترسره شوی دی او په دې برخه کې ورسره د بېلابېلو ادارو مسوولينو او ولسونو همکاري ترسره کړې ده.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یې مهترلام ښار په بشپړ ډول قرنطین کړی او دې ولایت ته داخلیدونکو خلکو باندې یې هم بندیز لګولی دی. د لغمان والي د یونیسف له مرستیالې سره په یو شمېر نورو برخو کې هم لاسته راوړنې، لاسته لاندې پروګرامونو او راتلونکو پلانونو اړوند معلومات شریک کړل..

ننګ په دې ولايت کې د تلويزيون له لاري د تعليمي برنامو خپرول ښه طرحه ياده کړه، خو زياته يې کړه، چې په لرو پرتو سيمو کې خلک تلويزيونونو ته لاس رسی نه لري، لازمه ده چې په یوې ټول منلې طرحې کار وشي.

والي ه افغانستان کې د يونيسف مرستيالې شيما سين ګوپتا څخه وغوښتل، چې په دې ولايت کې له کرونا سره د لا ښې مبارزې په برخه کې دې د روغتیایي امکاناتو، عامه پوهاوي او له اړمنو سره د مرستو ترسره کېدو سربېره په نورو بېلا بېلو برخو کې خپلې مرستې ترسره کړي. يوسف ظريفي

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا