منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۸ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د طب لسګونه فارغ شوي محصلین له روغتیا وزارت کار غواړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۹): د طب پوهنځي ځیني نوي فارغ شوي محصلان وايي، له درېیو کلونو راهیسې کابل کې له بېلابېلو روغتونونو سره د عملي زده کړو په برخه کې کار کړی او اوس له روغتیا وزارت غواړي چې دوی ته دندې ورکړي.

دطب یو تن نوی فارغ شوي محصل سیداغا د وري په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا ۱۵۰ تنه محصلانو له درې کلونو راهیسې چې د هېواد له مختلفو پوهنتونونو د طب له پوهنځي فارغ شوي، له روغتیا وزارت دندې غواړي.

 دی وايي، دغو محصلانو کابل کې علي آباد، د ماشومانو روغتون، اندراګاني، انتاني او نورو روغتونونو کې په مختلفو برخو کې عملي زده کړې دي چې هر یو یې کافي تجربه هم ترلاسه کړې ده.

هغه زیاتوي:"د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې د ماشومانو په څانګه کې درې کاله افتخاري کار وکړ او راتلونکې میاشت یې دا دوره پای ته رسیږي، اوس غواړي چې د کرونا په برخه کې له روغتيا وزارت سره ګډ کار وکړي."

سیداغا وایي چې په تېره درې کلنه موده کې ورته هېچا څه نه دي ورکړي، خدمت یې کړی خو اوس که ورته دندې ورنه کړل چې نو په لاریونو به لاس پورې کړي.

د امير محمد مشواڼي په نوم بل محصل پژواک ته وویل چې ده د کابل په اتاترک روغتون کې درې کاله افتخاري کار وکړ او د عامې روغتیا وزارت هم ور سره ژمنه کړې ده چې د دغې دورې له پای ته رسېدو وروسته به ورته دندې ورکوی.

دی وايي:"له همدې امله موږ ۱۵۰ تنو محصلانو فیصله کړې ده ترڅو له وزارت څخه دندې وغواړو؛ په کومو روغتونونو کې که اړتیا وي، موږ ته دې بستونه ځانګړي شي او ازموینه دې هم راڅخه واخیستل شي."

هغه زیاته کړه چې دغه موضوع مو په دې عریضه سره د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره شریکه کړه.

کابل کې د اتاترک روغتون رئيس عبدالرحیم مجید هم مني چې د طب پوهنځي ځینو محصلانو په دغه روغتون کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې افتخاري کار کړی دی.

دی وايي:"په دغه موده کې مو مالي مرسته ورسره نه ده کړې، اوس د دوی موده پوره کېږي او له روغتیا وزارت غواړم چې دوی په رسمي بستونو وګوماري."

د عامې روغتیا وزارت له ویاند او سلاکار وحیدالله مایار سره مو اړیکه ونیوله خو ځواب یې ونه وایه. خو د دغه وزارت مرستيال وياند توحید شکوهمند بیا وویل چې تراوسه د یادې موضوع په اړه نه دي خبر خو که دغه شکایت ورته ورسیږي، ستونزې ته به یې ژر لاسرسی وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا