جلال اباد (پژواک ۲۸ وری ۹۹): ننګرهار کې لسګونه ډاکټرانو او طبي پروسل د جلال اباد ښار يو شمېر سيمو کې خلکو ته د کرونا مخنيوي په موخه په کور د پاتې کېدو کمپاين عامه پوهاوي پيل کړ.
دا کمپاين چې نن د وري په ۲۸مه پيل شو، کمپاين کوونکي به د جلال اباد ښار پنځو ناحيو کې خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ په هغوی ماسکونه، صابون او نور له کرونا د ځان ساتنې وسايل په وړيا ډول وويشي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، دا کمپاين په جلال اباد ښار کې د روغتيايي علومو د انسټيوټونو او خصوصي روغتيايي سکټور په همکارۍ مخته وړي.
دوی وايي، په کمپاين کې شاوخوا سل کسان برخه وال دي چې له ډلې يې نيمايي هغه ښځينه دي چې کورونو کې به مېرمنو ته کمپاين کوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د روغتيايي علومو امر ډاکټر حبيب الله فرهمند وايي، په پيل شوي کمپاين کې د دولتي انسټيټوټ سربېره د روغتيايي علومو د خصوصي انسټيټونو محصلين برخه اخلي چې کور په کور به ګرځي او خلک به کرونا څخه ځان ساتلو ته تشويقوي.
هغه زياته کړه، دغه راز ورسره د روغتيا خصوصي سکټور د دوه زره ماسکونو، شپږ سوه کلچې صابون او د عامه پوهاوي سلګونه بروشرې مرسته کړي چې په خلکو يې وويشي.
په کمپاين کې برخه اخېستونکي ډاکتران او روغتيايي پرسونل وايي، د کرونا ویروس اخته کیدو خطر يې په ځان قبول کړی، خو غواړي خلک په کورونو کې پاتې کیدو ته وهڅوي.
د دوی له ډلې ډاکټر محمد نسيم جبارخېل وايي، د کرونا څخه د مخنيوي يوازينۍ لار په کور پاتې کېدل او له ګڼې ګوڼې ځان ساتل دي چې په همدې موخه دوی دا کمپاين پيل کړ چې خلکو ته يو ځل بيا پوهاوی وکړي.
ډاکټره نفيسه وايي له کوم امتياز پرته ځکه دوی دغه چاره مخته وړي چې په ټولنه کې د کرونا ويروس موجوديت د ټولو په زيان دی او که ټولنه ترې خلاصېږي نو ټولو ته يې ګټه رسېږي.
په جلال اباد ښار کې د عامه پوهاوي هڅې داسې مهال چټکې شوې چې د ختيځ زون په کچه د کرونا وېروس پېښې مخ په ډیریدو دي، تازه یوه پېښه په لغمان، دوه په ګونړ او ننګرهار کې يې هم شمېر پنځلسو ته پورته شوی
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










